د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ له دوو ورځو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو لخوا بېرته ونیول شوه. د بغلان سیمهيیز چارواکي وایي طالبانو د تېښتې پر مهال د یادې ولسوالۍ وسلې ، موټرونه او سندونه وړي دي.
امنیتي ځواکونو د کنده سنګ په سیمه کې د طالبانو له ماتولو وروسته، د تاله او برفک په لور حرکت وکړ، طالبانو د دهن کیان په سیمه کې له دغو ځواکونو سره د څه مودې لپاره مقاومت وکړ خو امنیتي ځواکونو هم له ځمکې او هم له هوا پر هغوی بریدونه وکړل په دې پېښه کې درې امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
له هغه وروسته د سلو کیلو متره واټن په کچ کولو تاله او برفک ولسوالۍ ته ورسېدل.
د ملي پوځ د لومړنۍ ضربتي لوا د ارکان رییس عباس توکلي وویل:«ولسوال او امنیه قومندان چې تازه دلته ګمارل شوي،راوړل شوي او انشاالله د دغې ولسوالۍ ټولې برخې به فعالې شي.»
خو دلته د دې ولسوالۍ په ودانې کې څه رامنځته شوي دي.
د بغلان د ولایتي شورا غړي سمیع الدین ناظر وویل:«د ولسوالۍ ټولو سندونو او ودانۍ ته زیان رسولی.»
د تالهوبرفک ولسوالۍ اوسېدونکی حسامالدین هم وویل:«له دولت څخه زما غوښتنه دا ده دا ځل یې چې دا ولسوالۍ ازاده کړه وې دې ساتي.»
اوس غوښتنې دا دي چې د دغې ولسوالۍ امنیت په بشپړه توګه ټینګ شي ځکه طالبان د دې سیمې په ګواښلو سره هڅه کوي دا سیمه د تګ راتګ په مخ وتړي.
د تالهوبرفک ولسوالۍ څه باندې ۷۰ زره وګړي لري.په دوه وروستیو کلونو کې دغه ولسوالۍ دوه ځله د طالبانو لاسته ولېدلې ده.