د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د مهمند درې په اسدخېلو کلي کې د امریکا د پوځ له خوا د ستر غیر اټومي بم له خورځولو وروسته د دغې ولسوالۍ ولسوال وايي چې له تېرې شپې راهیسې د داعشیانو د له منځه وړلو لپاره هوايي او ځمکني عملیات پیل شوي دي او دغه عملیات د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو له خوا په مخ وړل کېږي.
د اچین ولسوال اسماعیل شینوالي وویل:«تېره شپه کابو اته بچې د هغوی(داعشیانو)پر سمڅو بریدونه وشول،د نورو ورځو په پرتله ځواکمن برید وه ترڅو د هغوی چرړې له منځه ولاړې شي.»
د طلوع نیوز خبریال کریم امیني وايي چې نن له لسو ځلو زیات د داعشیانو پټنځایونه د امریکايي ځواکونو د الوتکو له خوا بمبارد شول،خو د دغو عملیات د مرګ ژوبلې کره شمېر مالوم نه دی.
د کریم په وینا،په سیمه کې د امریکا د ملي پوځ ځانګړي ځواکونه هم لیدل کېږي.
د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له خپلو کلیو تښتېدلي دي،د دغو عملیات له ترسره کېدو خوشحاله دي او له حکومت څخه غواړي چې هغوی د داعش له ظلم څخه خلاص کړي.
هغوی د امریکا د دغې بمي برید څخه په هرکلي سره له حکومت څخه غواړي چې دغه ډله په دغې ولسوالۍ کې له منځه یوسي.
د اچین ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی پلستر خان وايي:«هلته چې بمبارد وشو،د داعش ډېر کسان وو او کابو ۷۰ تنه هلته وژل شوي.ډېر یو ښه کار وشو چې داعشیان له منځه ولاړل.هلته هېڅ مُلکي کس نه وه.»