Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په زابل کې به ولسي پولیس ډېر ژر په کار پیل وکړي

د زابل امنیه قومنداني وايي چې په دغه ولایت کې د خلکو او دولت ترمنځ د همکاریو د پراخیتا لپاره به ډېر ژر ولسي پولیس په کار پیل وکړي.

په همدې حال کې د دغه ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي د ولسي پولیسو د فعالیت پیل یو مثبت ګام بولي او هیله لري چې دغه کار د حکومت او خلکو ترمنځ واټن کم کړي.

د زابل امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزي وایي، مرکزي حکومت پلان لري چي د هر ولایت د امنیه قوماندانۍ لپاره د ولسي پولیسو په نامه جوړ کړي، ترڅو د خلکو او امنیتي ادارو تر منځ اړیکي ټیینګې شي.

د زابل دغه امنیتي چارواکی وايي، له دې سره به خلک وکړای شي چي خپلې ستونزې په چټکه توګه تر امنیتي مسؤولینو ورسوي او حل لارې ورته پیدا کړي.

د زابل امنیه قومندان جنرال میرویس نورزي په دې اړه وویل:«د ولسمشر د حکوم پر بنسټ،د هرې امنیه قومندانۍ لپاره د ولسي پولیسو مدیریت جوړېږي. او دغه مدیریت د خلکو لپاره کار کوي.هغه کسان چې ستونزې لري،هغوی له پولیسو سره په اړیکه کې کوي او په دغه مدیریت کې د زابل ټول قومونه ګډون کوي.»

د زابل د ولایتي شورا غړي او نور اوسېدونکي هم دا یو ښه ګام بولي او وايي، چي له دې سره به د خلکو او دولت تر منځ واټن کم شي.

د زابل یو قومي مشر سیدمحمد وویل:«دا یو نېک ګام دی.دا کار کولای شي هغه ستونزې چې د حکومت او خلکو له لیرې والي څخه رامنځته شوې دي له منځه یوسي.»

د زابل یوتن اوسېدونکي هم څرګنده کړه:«دا یو ښه ګام دی.هیله لرم چې خلک په دغه مدیریت کې خپل استازي د خلکو له منځه غوره کړي.ترڅو د خلکو او حکومت ترمنځ اړیکې له پخوا څخه لاښې کړي.»

د زابل اوسېدونکي وايي هر کله چې حکومت پر خلکو قانون یو شان پلی کړ،پر حکومتي بنسټونو به د خلکو اعتماد زیات شي.

شریک یي کړئ