Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د موسیقۍ غږوونکو په غاړو کې د موسیقۍ الو اچولو غبرګونونه راپارولي

له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ويډیو لاس په لاس کېږي چې ویل کېږي، د اسلامي امارت ځواکونه د کونړ د څو تنو ځایي موسیقي غږوونکو او هنرمندانو په غاړو کې د موسیقۍ الې ور اچولي او پر عمومي واټونو یې ګرځوي.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکي د دې ویډیو خپرول هنرمندانو ته سپکاوی بولي او د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې د دې مسالې په اړه څېړنه وکړي.

ځايي سندرغاړی نصیر سخي وايي: «ډېر خفه یوو. څو انځورونه چې مې لېدلي وو، کمزوري کړي یې وو او لا ډېر کمزوري شولو. اوس حیران پاتې یوو چې څه وکړو، کله چې موږ ته سپکاوی وشي، نو موږ به څه وکړو، چېرته لاړ شو، موږ له دې هېواده نه‌یوو؟»

د افغانستان د موسیقۍ د هنرمندانو د  شبکې مسوول فریدون عسکري وايي: «په ځینو مواردو کې زموږ له همکارانو سره ناوړه چلن شوی دی. په ځینو ځایونو کې ورسره داسې چلن شوی چې ان له جنګي اسیرانو سره هم داسې چلن نه‌کېږي. په ټوله کې د افغانستان د موسیقۍ د هنرمندانو شبکه دا ډول کارونه غندي.»

بل خوا د حقوقي چارو ځینې شنونکي په خپل سر هېوادولو ته سزا ورکول جرم ګڼي او زیاتوي، دا کار د هېواد له قوانینو سرغړونه ده.

حقوقي کارپوه عبدالشکور دادرس وايي: «د محکمې له حکم پرته اجازه نه‌لري. د محکمې له حکم پرته دا ډول کړنې خپله یو جرم دی.»

یو شمېر هېوادوال دا چا د اسلامي امارت له عمومي بښنې سرغړونه بولي.

د کابل اوسېدونکی ساحل نایاب وايي: «هر یو د خپل ځان لپاره یو شخصیت دی چې د خلکو په منځ کې کم راځي. موږ تمه لرو چې طالبان دا ډول فکر بدل کړي او له موسیقي غږوونکو سره سم چلن وکړي.»

د کابل اوسېدونکی عبدالودود وايي: «یو کس ټول عمر هلې-ځلې کوي چې یو ځای ته ځان ورسوي او د خلکو تر منځ موقف پیدا کوي او په همدې خاطر باید اسلامي امارت ورته احترام ولري.»

تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت په بیا راتګ سره په تېرو شپږو میاشتو کې داسې ویډېوګاڼې خپرې شوي چې په‌کې ښکاري د اسلامي امارت سرتېرو د هنرمندانو او موسیقي غږوونکو الو ته اور ورته کړی دی.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکي د دې ویډیو خپرول هنرمندانو ته سپکاوی بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه