Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د استاد سراهنګ د ۳۹ تلین لمانځنه

د هېواد د موسیقۍ سرتاج محمد حسین سر آهنګ له نن څخه ۳۹ کاله مخکې د ۱۳۶۱ کال د غبرګولي په ۱۶مه په خپل ټاتوبي د کابل د خرابات کوڅه کې ومړ.

استاد سرآهنګ د موسیقۍ لومړنۍ زده کړې یې له خپل پلاره او بیا ۱۶ کاله یې په هند کې له یوه استاد سره په دې برخه کې شاګردي وکړه.

استاد سرآهنګ ۶۵ کاله عمر وکړ او په دې موده کې ګڼ لقبونه او مډالونه ترلاسه کړي دي.

د کابل د خرابات سیمه د استاد سرآهنګ او د سنتي موسیقۍ د ځینو نورو مخکښانو د زوکړې ځای ګڼل کېږي؛ خو اوس د موسیقۍ د دغو مشرانو له کورنۍ د ګوتو په شمار کسان په دې سیمه کې ژوند کوي.
 
د استاد سرآهنګ خوریی عبدالتواب نثاري وايي:«استاد یو برکت و، خو اوس په دغې سیمه کې هر څه متفاوت دي.»

د استاد سرآهنګ د توړۍ زوی محمد نادر وحیدي هم وویل:«د موسیقۍ هغه استادان چې دلته وو هغوی اوس ژوندي نه دي. خو د هغه لمسیان او کړوسیان شته، خو هغوی هم په وېره کې ژوند کوي.»

د موسیقۍ سرتاج او د موسیقۍ لوړغر هغه لقبونه دي چې محمد حسین سرآهنګ وګټل او په کور دننه او بهر یې د خپل غږ د مینه والو لپاره  ډیر کنسټرونه ترسره کړل.

د استاد سرآهانګ د ژوند او هنر په هکله په لومړي ځل د استاد سرآهنګ کورنۍ ته یوه نژدې کس حمید حامي یو کتاب لیکلی دی چې تر چاب لاندې دی.

خو د سرآهنګ د نوم تر شاه یوه کیسه شته چې د استاد سرآهنګ د ژوندلیک د کتاب د لیکوال په وینا هغه کیسه دغه ملنګ او د طریقت پیر محمد اسحاق ته ورګرځي چې د استاد سرآهنګ په درې کلنۍ کې یې د هغه د هنري ژوند وړاندوینه کړې وه.

د استاد سراهنګ د ژوند لیک کتاب لیکوال حمید هامي وايي:«هو وړاندوینه یې کړې وه همدا چې وايي د سندرغاړو سرهنګ کېږي، همدا یوه ستره خبر ده چې هغه د سراهنګ له کلمې سره مقایسه کړو او د استاد سراهنګ پلار د دغه درویش یو له مریدانو څخه وو.»

استاد سراهنګ د ۱۳۶۱ کال د غبرګولي په ۱۶مه د یکشنبې په ورځ د ۶۵ کلنۍ په عمر ومړ او د هغه مړۍ په شهدای صالحین کې د ترکانو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه