Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ا.ا له واکمنۍ وروسته افغانستان ته د نږدې ۵ زره سیلانیانو راتګ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له بېلابېلو هېوادونو نږدې ۵ زره کسان د سیاحت لپاره افغانستان ته راغلي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، داسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته، له بيلابيلو هېوادونو نږدې پنځه زره سيلانيان د لرغونو ځايونو د ليدو لپاره افغانستان ته راغلي دي.

د دغه وزارت مرستیال د ګرځندویانو د امنیت د ټینګښت ترڅنګ زیاتوي چې په هېواد کې یې د بهرنیو وګړو لپاره د ګروځندویۍ زمینه برابره کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسلکي معین، مهاجر فراهي طلوع نیوز ته و ویل: د اسلامي امارت له راتللو سره هېواد ته د بېلابېلو هېوادونو سېلانیان رامات شوي دي. د هېواد له لرغونو سیمو لیدنه کوي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم زیاته کړه: بهرني سیلانیان په ډېره مینه او شوق افغانستان ته راځي چې شاید له منځه یې برېټانیا هم وي. د اسلامي امارت مسوولین ډاډ ورکوي چې کومو کسانو ته ویزه ورکوي او افغانستان ته د راتګ اجازه ورکوي، د هغوی ساتنه هم وکړي.

بل خوا يو شمېر شنونکي د سيلانيانو راتګ د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا کې مهم ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر و ویل: نن ورځ ګرځندوۍ یوه ګټوره سوداګري او د نړۍوال اقتصاد یوه برخه ده. ترڅنګ یې ډیره ارزښتمنه برخه هم ګڼل کیږي او ددې لامل کیږي چې په هېواد کې د نقدینګۍ کچه لوړه شي.

د اقتصادي چارو یوه بل شنونکي هم طلوع نیوز ته و ویل: د ګرځندوی صنعت د هېواد د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د شتمنۍ د راټولېدو رول لوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د برېټانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته سفر ونه کړي.

 خو په دې وروستیو کې یو شمېر برېټانوي رسنیو د دغه هېواد د ګرځندوی شرکتونو له قوله ویلي، افغانستان ته د ګرځندویانو د تلو غوښتنه اوس ډېره شوې ده.

تر دې مخکې د برېټانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه