Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هیواد وتلی سندرغاړی ظاهر هویدا ومړ

د هیواد وتلی سندرغاړی ظاهر هویدا د دوشنبې په ورځ په هامبورګ کې ومړ.

هویدا په ۱۹۴۵ کال کې په یوه روشنفکره کورنۍ کې زيږیدلی و، پلار شاعر او فرهنګي و.

دی د پنځو کالو و چې له موسیقي سره یې مینه پیدا شوه، پلار یې هغه وخت په بلخ کې دولتي کارکونکی و، ده یې موکه ورکړه او مشر ورور یې کبیر هویدا ورته ښونکی ونیو. ده له دې سره سم ده موسیقي زده کړه.

ده په لومړي سر کې ډير سازونه غږول خو وروسته په خپله سندرغاړی شو، د ده مشر ورور کبیر هویدا پیانو غږوله.

ظاهر هویدا لومړنی سندرغاړی و چې له عزیز اشنا سره یو ځای یې په ۱۹۶۷ کال کې د اماتورانو ډله جوړه کړه. ده د سندرو تر څنګ د راډيويي او ټلویزوني پروګرامونو ډير ښه پروډيوسر هم و.

ده تر نهم ټولګي پورې په استقلال لیسه کې زدکړې وکړې، او وروسته د نورو زدکړو لپاره مسکو ته ولاړ، او په ۱۹۷۱ کال کې د زدکړو تر بشپړاوي وروسته بیرته کابل ته راغی او په ملي راډیو کې په کار شو.

ده د موسیقي دحرفوي کولو لپاره ۴۰ کاله خدمت وکړ، ده د ښه آواز له امله ډيره په چټکي سره وده وکړه او غږ یې د ډيرو په زړه کې ځای ونیوی.

هویدا په ۱۹۷۳ کال کې د ایران د شاه په رسمي دعوت ایران ته ولاړ او په یوه ټلویزوني پروګرام کې د سلام ګاونډي په نوم یې ګډون وکړ،او د کمر باریک سندره یې هم وکړه چې ډيره مشهوره شوه.

دی په ۱۹۹۱ کال کې جرمني ته کډوال شو، او هلته یې هنري کارونه کول، خو هلته یې لاسته راوړنې ډيرې کمې وې.

ده ډير ژوند په مهاجرت کې تیر کړ.

هویدا په ۱۹۴۵ کال کې په ی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه