Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نامتو افغان لیکوال او ژباړن استاد زین الله منلی ومړ

د هېواد تکړه او نامتو لیکوال او ژباړن استاد زین الله منلی تېره ورځ (د غوايي په ۱۳مه) د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۶ کلنۍ په عمر ومړ.

د ښاغلي منلي څخه ۱۵۰ مقالې او کابو ۳۰ کتابونه چاپ شوي او کابو ۱۵ اثار یې  ناچاپه پاتې شوې دي.

د استاد زین منلي زوی نجیب الله منلي وویل:«استاد منلی وتوانېد چې په ۸۶ کلنۍ کې د هندي مذهب اساسات مطالعه کړي او هغه یې له نظام سره مقایسه کړل، او هغه همدارنګه په ۸۶ کلنۍ کې، شاهنامه یې په ساده پښتو ژبه وژباړله.»

استاد زین الله منلی په ۱۳۰۳لمریز کال کې په ننګرهار ولایت کې وزېږد او لومړنۍ زده کړې یې په همدغه ولایت کې ترلاسه کړې او په ۱۳۳۳ لمریز کال کې له نجم المدارس څخه فارغ شو.

د استاد زین الله منلي لور برېښنا تصمیم وايي:«مشره خور مې د پلار په ملاتړ د هلکانو په ښوونځي کې شامله شوه او د هغه په ملاتړ زده کړو ته یې دوام ورکړ.»

استاد منلي د ژوند تر وروستیو شېبو هڅه کوله چې د ژبې د بډاینې لپاره کار وکړي.

ښاغلي منلي شاهنامه فردوسي، ګلستان سعدي او منطق الطیر پښتو ژبې ته اړولي دي.

شریک یي کړئ