Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بروکسل د غونډې په درشل کې په دولتي ادارو کې د سرپرستانو د کار له دوام څخه اندېښنې

په دولتي ادارو کې د سرپرستانو د کار پای ته رسول نړیوالې ټولنې ته د افغانستان ژمنه وه چې باید د اکټوبر په میاشت کې د بروکسل له غونډې څخه مخکې د ملي یووالي حکومت د مشرانو له خوا وازول شي.

خو تر اوسه هم لس ګونه دولتي څوکۍ بې برخلیکه پاتې دي او سل ګونه نورې ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

یوازې کابل څه باندې یوه میاشت وخت لري چې دا څوکۍ ډکې کړي او په دې برخه کې لاسته راوړنې ، د نورو پروګرامونو تر څنګ د بروکسل غونډې ته وړاندې کړي.

هادي میران یو له هغو کسانو څخه چې د ښارجوړنې د وزارت د عامه اړیکو او اطلاعاتو ریاست د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړی کابو له یو کال راهیسې د سرپرست په توګه دغې دندې ته دوام ورکوي.

هغه درې کاله مخکې په اروپا کې له کلونو اوسېدو وروسته هېواد ته راستون شوی خو کابو دوه کاله په دولتي ادارو کې د کار په لټه کې وو خو نه بریالی کېده.

اوس هم ددغه چارواکي برخلیک روښانه نه دی ځکه نوموړي او څو نورو کسانو سره د دې دندې د ترلاسه کولو لپاره د اداري اصلاحاتو په آزموینه کې ګډون کړی دی.

ښاغلي میران په دې اړه وویل:«زه د سوسیال پیداګوژۍ لیسانس لرم،په افغانستان کې ټولنیزه زیان پېژندنه نشته او د بشري حقونو ماسټري لري،د ښارجوړونې وزارت د عامه اړیکو او اطاعالاتو ریاست پخواني رئیس کله چې دغه دنده پرېښوده،زه د ولسمشر په حکم دلته وګمارل شوم او څو میاشتې وروسته بیا دغه پُست د اداري اصلاحاتو له لارې اعلان شو.»

په مهمو دولتي څوکیو د کسانو ګمارل داسې موضوع ده چې د ملي یووالي حکومت د جوړېدو د هوکړې له مخې د حکومت مشران یې باید په اړه هوکړه ولري.

خو ویل کېږي چې دغه وضعیت تر ډېره هېواد او خلکو ته زیان رسولی او د دغو ادارو د ټیټې کچې پر کارکوونکو یې هم اغېزه کړې ده.

د پوهنتون استاد حکمت الله شهباز په دې اړه داسې وايي:«له بده مرغه همدا قومي او شخصي اړیکې په ټولنه کې د داسې انارشیزم د رامنځته کېدو لامل کېږي او د دولت او خلکو ترمنځ واټن زیاتوي.»

له بلخوا ولسمشرۍ ماڼۍ پر دولتي څوکیو د کسانو ګمارنې او بدلونې د وړتیاوو له مخې ګڼي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي څرګنده کړه:«په داسې حال کې چې (کار غوښتونکي)ټول شرطونه پوره کړي، په اړه یې پرېکړه نیول کېږي او د ملکي خدماتو په برخه کې،د اداري اصلاحاتو کمېسیون،پُست آزادې سیالۍ ته وړاندې کوي او کله چې نوماندان شرایط پوره کړي ګمارل کېږي.»

د بروکسل غونډې ته څه د پاسه یوه میاشت پاتې ده او افغان حکومت باید د هغو ژمنو عملي کېدل ثابت کړي چې د ملي یووالي حکومت د کار په پيل کې پرې ټینګار شوی دی.

د ملي یووالي حکومت له کړنو د نړۍ خوښي به په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ملکي مرستو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.

په دولتي ادارو کې د سرپرستانو د کار پای ته رسول نړیوالې ټولنې ته د افغانستان ژمنه وه چې باید د اکټ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه