دخصوصي برخې ستونزو ته بې له ځنډه رسېدنه او د هېواد د اقتصادي ودې ښه والی د برکسل په غونډه کې د ملي یووالي حکومت له مهم ژمنو څخه دي چې وبه څېړل شي.
همدغه موخې ته د رسېدو لپاره د ولسمشر په مشری اقتصادي عالي شورا رامنځته شوې چې په معمولي ډول په میاشت کې یوځل سره ناسته ترسره کوي.
خو ویل کېږي چې تر دې دمه د دغه شورا ډېر پرېکړې عملي شوې نه دي. دخصوصي برخې یوشمېر استازي وايي چې د دولتي بنسټونود ټیټ ظرفیت له امله د دغې شورا پرېکړې پلې شوې نه دي.
که څه هم چې د اقتصادي عالي شورا کړنې د ملي یووالي حکومت په لومړیو ورځو کې د هېواد د اقتصادي پروګرامونو او پرېکړو د عملي کېدو لپاره ستره سرچینه بلل کېده خو اوس د خصوصي برخې یوشمېر استازي وايي چې په حکومتي ادارو کې د لازم ظرفیت د نشتوالي له امله د دغې شورا د ۲۷ غونډو څخه یوازې ۲۰ سلنه پرېکړې عملي شوي دي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي په دې اړه وویل:«اقتصادي شورا د پالیسۍ د جوړولو او د کار د پرمخ بیول لپاره او همدارنګه د افغان حکومت او د خصوصي برخې ترمنځ د کار د رامنځته کولو لپاره د پانګونې د جلب او د سترو اقتصادي پروژو د پیل لپاره یوه تخصصي مرجعه ده.»
د هېواد د صنایعو د ټولنې غړي محمد فیضان هم وویل:«له بده مرغه په هېواد کې د اقتصادي عالي شورا پرېکړې د دولتي بنسټونو د ټيټ ظرفیت له امله او یا هم په ډېریو قوانینو کې ستونزې عملي نه وي او ډېری دغه پرېکړې د کاغذ پر مخ پاتې دي.»
اخوا د اقتصاد د عالي شورا یوشمېر غړي که څه هم چې په لنډ مهال کې د دغې شورا د پرېکړو پایلوته خوشبینه نه دي خو وايي چې حکومتي بنسټونه باید په جدیت سره کار وکړي ترڅو د دغې شورا پرېکړې عملي شي.
د اقتصادي د عالي شورا غړي شیر باز کمین زاده څرګنده کړه:«په لږ وخت کې د دغې ناستې څخه د سترو پایلو تمه سمه نه ده،اما باید ووایو چې مثبتې پایلې لرلې دي او موږ ډاډمن یوو کهچېرې په لازمه توګه کار وشي کولای شي چې دهېواد په اقتصادي وضعیت ښې اغېزې ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان د هېواد په اقتصادي برخه کې زیاتو ستونزو ته په پام سره له ولسمشر څخه غواړي چې د کورنیو تولیداتو د پراختیا او د خصوصي برخې د ستونزو هوارې په موخه ستر اقتصادي پروګرامونه عملي کړي.
هغوی وايي چې د اقتصادي ستونزو بنسټیز هواری به د اوسني وضعیت د ښه والي لپاره لاره هواره کړي.
د ملي یوالي حکومت د پیل په لومړیو ورځو کې ولسمشر د هېواد اقتصادي ستونزو د هوارۍ او د خصوصي برخې د ستونزو هوارۍ په موخه اقتصادي عالي شورا جوړه کړه چې په کې د خصوصي او دولتي ادارو ۲۰ استازو ګډون درلود.
د پانګونې د مناسب بستر رامنځته کول، او د خصوصي برخې د ستونزو هواری، د پروګرامونو او تګلارو په عملي کولو کې همغږي په هېواد کې د پانګونې پراختیا د دغې شورا د جوړېدو مهمې موخې دي.
په دې اړه مو اندونه