Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بروکسل ناسته کې د سوداګرو ملاتړ په موخه د حکومت هڅې

د سوداګریزو فعالتونو لپاره د سوداګریزو اسانتیاوو چمتو کول او د سوداګریز نظام اصلاح له هغو ژمنو دي چې په اړه یې د بروکسل په غونډه کې بحث کیږي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي سره له ډېرو هڅو بیا هم ښایي سږکال په هېواد کې د سوداګریزو چارو کچه ۴۰ سلنه کمه شي.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال په هېواد کې د سوداګریزې زوړې سرچینه په تېرو کلونو کې بولي.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال، محمد قربان حقجو وویل:«د روان کال په څلورمه برخه کې زموږ واردات کابو دوه نیم میلیارډه افغانۍ دي چې د تېر کال همدې مهال په پرتله ښیې چې زموږ د سوداګریو کچه یو نیم مېلیارډه ډالره کمه شوې ده.»

د اړینو بنسټونو، د ځمکې نشتوالی، د ناعادلانه مالیاتو شتون، په ناقانونه توګه د پیسو اخیستل او د هېواد په سوداګریزو او مالي قوانینو کې ستونزې هغه لاملونه دي چې ویل کیږي د هېواد سوداګرۍ ته یې سخت زیان اړولی دی.

په کندهار کې افغان سوداګر، جلال الدین سعید وايي:«ستونزې ډېرې دي او موږ ته پور او مالي ملاتړ نشته، که حکومت زما ملاتړ وکړي زه په کندهار کې یو زر کسانو ته د کار زمینه برابروم، خو پوهېږم چې دلته باور نشته.»

له بلې خوا ویل کېږي چې سږکال په هېواد کې د سوداګرۍ د جوازونو د اخیستو په بهیر کې هم د پاموړ کموالی راغلی دی.

د سوداګریزو جوازلیکونو د ریاست د شمېرو له مخې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې د سوداګریزو جوازونو ثبتیدل له شاوخوا پنځوس سلنې کموالي سره مخ شوي دي او هره ورځ کابو لس سوداګر خپل د سوداګرۍ جوازونه لغو کوي.

یو شمیر سوداګر د کار نشتوالی او د سوداګرۍ پر وړاندې شته ستونزې په هېواد کې د سوداګرۍ د ځوړې لامل بولي.

په کابل کې یو تن سوداګر، اختر محمد زیاتوي:«د ډېرو ستونزو له امله چې موږ یې لرو نشوو کولي چې سوداګرۍ ته دوام ورکړو او خپلې سوداګرۍ ته پای ټکی ږدو.»

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي د ملي یوالي حکومت له ځنډ پرته په هېواد کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د ستونزو اواري ژمنه کړې وه؛ خو په دې برخه کې یې د پاموړ کارونه نه دي ترسره کړي.

د سوداګریزو فعالتونو لپاره د سوداګریزو اسانتیاوو چمتو کول او د سوداګریز نظام اصلاح له هغو ژمنو دي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه