Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

څېړنه؛ له وچ ډاکه د غیرقانوني سوداګری په مرکز د نیمروز بدلېدل

د افغانستان د تحقیق او ارزونې بنسټ یوه تازه څېړنه ښیې چې تېرو دوو لس ییزو کې نیمروز له وچ ډاګه د نړیوالې سوداګرۍ په مرکز بدل شوی دی.

یاد بنسټ وايي چې دغه هېواد کې د سوداګرۍ ترڅنګ غیرقانوني سوداګري هم وده کړې ده.

دغه څېړه چې د "له پولې ها خوا دافغانستان جګړې او افتصاد" په تړاو خپره شوې ښیې چې تېر کال د نیمروز مرکز زرنج د نړیوالې سوداګرۍ مرکز ګرځېدلی او په دې برخه کې د ایران چابهار او د افغانستان زرنج کې د هند پانګونې ونډه ډېره ده.

خو د سوداګرۍ خونې  وايي چې په تېرو کلونو کې دغه برخو کې سوداګرۍ ته پام نه دی شوی او دا کار لامل شوی چې غیرقانوني سوداګري وده وکړي.

 د یاد بنسټ څېړنه دوو کالو کې کړې او په ترڅ کې یې ویلي دي چې تېرو دوو لس ییزو کې نیمروز کې سوداګرۍ وده کړې، خو غیرقانوني برخه کې ډېره پیاوړې ده.

د افغانستان د ارزونې او تحقیق واحد رییسه، اورځلا نعمت په دې اړه وايي:«د نیمروز سیمه له ایران او پاکستان سره پوله لري اوله هممدې کبله د دو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اغېزو لاندې ده او دغه سیمه کې مشروع او غیر مشروع سوداګري وده کړې ده.»

د راپور له مخې د غیرقانوني سوداګرۍ ترڅنګ سیمه کې د هند، پاکستان او ایران ناسالمو سیالیو هم بې نظمۍ رامنځته کړې دي.

د سوداګرۍ خونې هم هېواد کې د سوداګرۍ لپاره د ناسمې کړنلارې نشتوالی د غیرقانوني سوداګرۍ د زیاتوالي لامل بولي.

د سوداګرۍ خونو د عامل پلاوي رییس، سیدزمان هاشمي څرګندوي:«د یوه منظم سیستم نشتوالي له کبله له بده مرغه چې د سوداګرۍ او قاچاق وده کړې ده او په دې برخه کې اړتیا ده چې ښه کار وشي.»

د سوداګرۍ او صنعت وزارت د عامه اړیکو او مالوماتو رییس، جواد دبیر څرګندوي:«د افغانستان حکومت د یوه خپلواکه حکومت په توګه هڅه کړې ده چې د سالمې سوداګرۍ زمینه برابره کړي او له خصوصي سکتوره ملاتړ وکړي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان هېواد کې جګړو او د ګاونډیو ناسمې استفادې سره ته په کتو وايي چې حکومت باید د بهرني او کورني سوداګرۍ لپاره اړین پروګرامونه طرحه کړې او د غیرقانوني سوداګرۍ له کبله پر ګاونډیو نیوکې کوي.

شریک یي کړئ