Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د بهرنیو پانګوالو حضور او د هېواد د پانګونې وضعیت څېړنه

د ۱۲ امریکايي او ۲۰ افغان سوداګرو په ګډون ۳۲ کسیز پلاوی له متحده عربي اماراتو څخه د پانګونې د وضعیت د څېړلو لپاره کابل ته راغلی دی.

په هغې ناسته کې چې نن (چهارشنبې، د وږي په ۱‍۵مه) «په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکو»په نوم د دغو پانګوالو او د اسلامي امارت چارواکو ترمنځ جوړه شوې وه، په افغانستان کې د پانګونې د زمینې پر برابرېدو ټینګار شوی دی.
 
په دغه غونډه کې، په متحده عربي اماراتو کې د افغانانو د سوداګرۍ شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخېل له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې د بهرنیو پانګوالو لپاره د باور وړ چاپېریال رامنځته کړي.

حاجي عبیدالله صدرخېل زیاته کړه:«له هغوی (پانګوالو) څخه زموږ هیله دا ده چې دا یې وروستۍ لیدنه نه وي، هر کله دې راشي او موږ ټول د دوی په خدمت کې یوو او له ملا برادر څخه زموږ هیله دا ده چې هغوی ته ډاډ ورکړي که‌چېرې هغوی پانګونه وکړي، حکومت به له هغوی سره همکاري وکړي.»

غونډه کې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر بیا وايي، اسلامي امارت به د سوداګرو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلی برادر د افغانستان شرایط د پانګونې لپاره مناسب بولي او له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غواړي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
هغه همدا راز د اقتصادي ودې لپاره د یوه اقتصادي مشورتي بورډ د جوړېدو خبر هم ورکړ.

ملا عبدالغني برادر څرګنده کړه:«د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره، مشورتي او اقتصادي بورډ رامنځته کوو چې ټول غړي یې د اقتصاد په برخه کې ماسټري ولري او د دې سربېره د ملي اقتصادي سټراټېژۍ په برخې هم کار روان دی.»

د امریکايي پلاوي غړي بیا وايي، هڅه کېږي چې د افغانستان پر بانکي سیسټم لګول شوي بندیزونه لرې کړل شي.

د افغان - امریکايي سوداګریزې خونې رییس جیفري بریکو وايي:«زه دلته د بشري ناورین له امله اقتصادي او ټولنیز سقوط ته اندېښمن یم. که په دې هېواد کې بانکي بحران او د پيسو د لېږد رالېږد ناورین کچه لوړه شي او بانکي سیسټم په ځانګړې توګه نړۍوال بانکونه د پیسو د لېږد رالیږد په برخو کې په ملاتړې بڼه لاس په کار نه شي، موږ به له سترو ستونزو سره مخ شو.»

په دغه غونډه کې امریکايي پلاوي په بېلابېلو برخو کې د پانګونو په اړه هم خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د هوايي چلند په برخه کې به د اړتیا وړ وسایل هم چمتو کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه