Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د معیاري «شپني بازار» جوړېدل

په هرات ښار کې د لیلامیو واټ اړوند بازار چې له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده، له بیارغاونې وروسته د شپې په بازار بدل شوی دی.

د هرات ښاروالۍ د مسوولانو په وینا د دغه بازار په جوړولو کې ټول معیارونه په پام کې نیول شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دغه بازار ته د هرات له بېلابېلو برخو په زرګونو تنه راتلل.

د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رییس محمد جاوېد مایار وویل:«نه یوازې دا چې د کرېړ برخه یې شوې، بلکې د دې ډيزاین، کثافات دانۍ، تم ځایونه مثلاً هغه کسان چې ستومانه کېږي کولای شي خپله دمه وکړي خپله ستوماني وباسي.»

د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي دا بازار د ۳۰ مېلیون افغانیو په لګښت په معیاري توګه جوړ شوی دی.

د قراردادي شرکت مسوول صبغت الله عبیدي وايي:«په دې واټ له ۳۰ مېلیونو څخه زیات لګول شوي او ان شاالله چې په معیاري او سټنډرډ جوړ شوی دی.»

په دغه شپني بازار کې ۵۰۰ غرفې ځای پر ځای شوې دي.

ځیني پلورونکي په دغه بازار کې د آسانتیاوو له رامنځته کېدو خوښ دي. خو یو شمېر نور بیا د ښاروالۍ له لوري د دې غرفو د کرایو د کمېدو غوښتنه لري.

پلورونکی امین الله محمدي وايي:«موږ ښه والی نه دی لیدی، موږ سوکالي نه ده لیدلې، اوس سوکاله او راحته یوو. په خپلو غرفو کې راحت یوو، زموږ لپاره د هټۍ په څېر دی که چېرې موږ ښه پانګونه وکړو زموږ عاید هم زیاتېږي.»

بل پلورونکی محمد داوود محمدي څرګندوي:«د پېرودونکو او زموږ لپاره هم ښې اسانتیاوې رامنځته شوي دا چې د باران او واورې اورښت کېده موږ په ستونزو کې وو، د هټۍ په څېر دی، دا غرفې ښې دي.»

د لیلامۍ واټ په نوم دا بازار چې د هرات د ښاروالۍ له لوري جوړ شوی، په دغه ولایت کې لومړنی شپنی بازار دی. په دغه بازار کې نه یوازې د شپې، بلکې د ورځې له خوا هم ګڼه ګوڼه زیاته وي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه