Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نیمروز کې څه باندې ۹۰سلنه راکړه ورکړه په ایراني تومان ترسره کېږي

په نیمروز ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې په دغې ولایت کې څه باندې ۹۰ سلنه راکړه ورکړه په ایراني تومانو ترسره کېږي.

د هغوی په وینا په دغه ولایت کې د ایراني تومان پراخې استفادې له امله نیمروز ډېری له افغاني پیسو سره اشنايي نه لري.
 
د نیمروز ولایتي شورا او د اقتصادي چارو شنوونکي په دغه ولایت کې د افغانۍ په دودولو او د ایراني تومانو د چلښت په مخنیوي کې د افغانستان بانک ګرم بولي.

د دوی په وینا په لویو او وړو راکړو ورکړو کې د تومانو کارولو د نیمروز اوسېدونکو او سوداګرو ته اقتصادي زیانونه رسولي دي.
 
د نیمروز د ولایتي شورا غړی نعمت الله صدیقي وايي:«دا په نیمروز ولایت کې یوه ستره ستونزه ده. دا کار له اقتصادي پلوه نیمروز ته زیان رسوي.»

د اقتصادي چارو شوونکی محمد اسحاق شهباز هم وویل:«له بهرنیو پیسو استفاده - په ځانګړې توګه تومان چې یوه ډېره بې ثباته او بې ارزښته پیسه ده - زموږ پر اقتصاد تحمیل شوې او زموږ اقتصاد ته یې زیان رسولی دی.»

په نیمروز ولایت کې د افغانستان بانک مسوولان مني چې په دغه ولایت کې ایراني تومان په پراخه توګه چلېږي او د دوی په وینا په زرنچ ښار کې د افغانۍ د دودولو لپاره د دوی هڅو د پام وړ پایله نه ده ورکړې.

په نیمروز کې د مرکزي بانک د څانګې مدیر محمد نعیم سعیدي څرګنده کړه:«له ډېرو کلونو راهیسې په نیمروز کې تومان دود دي؛ ځکه چې نیمروز یوه مرکزي ولایت دی.»

نیمروز له ایران سره پر پوله پروت ولایت دی چې له کلونو راهیسې یې اوسېدونکو په خپلو ورځنیو راکړو ورکړو کې تومان کاروی.
 
شریک یي کړئ