Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له خصوصي او دولتي بنسټونو د پورونو راټولولو لپاره مالیې وزارت هڅې

د مالیې وزارت وايي چې تر راتلوونکو څو ورځو به له خصوصي شرکتونو او دولتي تصدیو څخه پنځه مېلیارده افغانۍ پورونه راټول کړي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د ولسمشر د لارښونې پر بنسټ ټول خصوصي او دولتي شرکوتونه چې حکومت ته پوروړي دي، مکلف دي خپل پورونه دغه وزارت ته ورکړي.

په دغې لړ کې له روشن، کام ایر، افغان ټلېکام شرکتونو او د ملي پراختیا شرکت څخه غوښتل شوي دي چې خپل ټول پورونه حکومت ته پرې کړي.

خو د ځينو شرکتونو مسوولان د حکومت دا اقدام ناعادلانه او د شرکتونو په زیان ګڼي.

په ناڅاپي توګه په ارګ کې د کام ایر، روشن، افغان ټلېکام او ملي پراختیا د شرکت په ګډون له لویو شرکتونو نه د مالیاتي او نامالیاتي پورونو د راټولو غږ تر هغه وروسته پورته شو چې ولسمشر د مالیې وزارت د سږکال عواید وڅېړل او د دغو عوایدو له کمېدو یې خپله ناخوښي څرګنده کړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اعلامیه کې مالیې وزارت ته لارښوونه شوې ده چې د سږکال ملي عوایدو د زیاتېدو لپاره ژر ترژره خپل پورونه راټول کړي.
  
د مالیې وزارت د مطبوعاتو آمر فرید نوښت وايي:«خصوصي شرکتونه او ځينې دولتي تصدۍ او شرکتونه د عوایداتي او ناعوایداتي پورونو له امله کابو پنځه مېلیارده افغانۍ پوروړي دي. دا پورونه یې باید د مالي کال تر پایه تصفیه او د دولت حساب ته ولېږدول شي.»

خو د کام ایر شرکت مسوولان وایي چې حکومت ته یې خپل ډېری پورونه ورکړي دي او له هغو زیانونو سره سره چې سږکال دغه شرکت ته رسېدلي دي، که چېرې حکومت د خپلو پورونو پر اخیستو ټینګار وکړي دا شرکت به اړشي چې خپلې دوه الوتکې د مالیې وزارت په واک کې ورکړي.

د کام ایر شرکت مرستیال فرید پیکار وویل:«هغه شرایط چې نن لازمي دي او زموږ عواید کابو ۶۰ راکم شوي دي، له موږ سره باید د قسط د قانون د توکو په مطابق همکاري وکړي.»

د روشن شرکت د اړیکو مسوول شفیع شریفي څرګندوي:«د روان کال په وري میاشت کې موږ د باقیاتو د تحصیل قانون پربنسټ له مالیې وزارت سره یو پنځه کلن هوکړه لیک کړ چې د پنځو کلونو په لړ کې د قسط په توګه دغه مالیات به دولت ته ورکړل شي.»

بل خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې ولشمر د ملي عوایدو د عالي بورډ په وروستۍ غونډه کې د سږني مالي کال ټاکل شوي هدف ته د مالیې وزارت پر نه رسېدو خپله نارضایتي څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د عوایدو په راټولولو کې به هېڅ ډول نرمښت د منلو وړ نه وي.
 
د ځينو شرکتونو مسوولان د حکومت دا اقدام ناعادلانه او د شرکتونو په زیان ګڼي.

شریک یي کړئ