Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیې د افغان اریانا شرکت یوه الوتکه په دغه هېواد کې درولې ده

د ملکي هوایي چلند اداره وايي له تېرو ۱۶ ورځو راهیسې د اریانا افغان شرکت یوه الوتکه د روسیې د ګمرکي ادارې له اجازې پرته د ګمرکي ساحې د پرېښودو په تور د روسیې په شیرمتیووا هوایي ډګر کې درول شوې ده.

د هوانوردۍ ادارې دا هم منلې، چې د الوتکې دوسیه اوس د روسیې محکمې ته وړاندې شوې ده.

ځينې سرچینو طلوع نیوز ته ویلي دي، چې د روسیې د ګمرکونو قانون پر بنست د ګمرک ادارې له اجازي پرته د ساحي پرېښودل کولای شي چې دا شرکت د مېلیونونو ډالر جریمي ور کولو ته اړ باسي.

د هوایي چلند ادارې مسوولان وایي چې د آریانا افغان شرکت ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د روسیې د فډرافټيف د ګمرکونو ادارې له اجازې پرته د روسیې د یوه هوایي ډګر پر پرېښودو تورنه ده.

په دغه لیک کې چې د هوایي چلند د ادارې له لوري روسیې د هوایي ټرانسپورټ ادارې ته لېږل شوی دی؛ د دې الوتکې د ستونزې د حل کېدو غوښتنه شوې ده.

د هوایي چلند ادارې مسوولان د روسیې د ګمرکونو ادارې له لوري د آریانا افغان هوایي شرکت د الوتکې درول د هوایي چلند د مقرراتو پر خلاف بولي او وایي چې د دې موضوع د نه حل کېدو په صورت کې به د هوایي چلند د نړیوال سازمان د مرستې غوښتنه وکړي.

د ملکي هوایي چلند ادارې رییس محمد قاسم وفايي زاده وايي:«موږ په خپل مکتوب کې په څرګنده د روسیې هوايي چلند فډرال ادارې ته لیکلي دي چې د افغان اریانا شرکت د الوتکې د ازادولو په برخه کې عاجل اقدام وکړئ.»

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم څرګندوي:«پر دې پرېکړه شوې چې د افغانستان دولت که چېرې لازمه وي یو مدافع وکیل ونیسي او موضوع په محکمه کې تعقیب کړي.»

د آریانا افغان هوایي شرکت مسوولان په دې تړاو د کمرې په مخکې څه نه وایي خو مني چې د دې الوتکې دوسیه د روسیې محکمې ته لېږل شوې ده.

بل خوا سرچینې طلوع نیوز ته وایي چې د روسیې د ګمرکي قوانینو له مخې هغه الوتکه چې د دغه هېواد د ګمرکونو ادارې له اجازې پرته له هوایي ډګره ولاړه شي؛ د الوتکې د ارزښت څو برابره جریمې سره مخ کېدلای شي.
 
د آریانا افغان هوایي شرکت د هوایي چلند سهامي دولتي شرکت دی چې اوس مهال یوازې دوه الوتکې لري.

په دغه شرکت کې سرچینې وایي چې په روسیه کې د دغه شرکت د درېیمې الوتکې درول به د آریانا افغان هوایي شرکت لپاره له زیانه ډک وي او په دې برخه کې د ستونزې د هواري لپاره د افغانستان او روسیې له ډېپلوماټیکو سرچینو مرسته غوښتل شوې ده.

شریک یي کړئ