تېر ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې د ډېرو ننګونو سره سره یو شمېر پراختیايي پروژې هم ګټنې ته وسپارل شوې.
دغه کال کې د کمال خان بند د درېیمې برخې جوړولو سره بالاخره د ۵۰ کالو په تېرېدو سره دا بند د استفادې لپاره چمتو شو.
د ابو د تنظیم ملي اداره وايي، د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس او بدخشان کې د شورابک بندونو کار چې څو ځله وځنډید، هم پایته رسېدلی دی.
د یادې ادارې ویاند، نظام الدین خپلواک وايي:«د دغو مواردو ترڅنګ لسګونه د کانالونو رغول، کاریزونه، استنادي دېوالونه، د مثنوي اوبو تغذیې د درېیو پروژو کار شوی دی.»
د ۱۳۹۹ هجري لمرز کال په لړم میاشت کېې د هرات ـ خواف اورګاډي پټلۍ درېیمه برخه ګټنې ته وسپارل شوه او له ایرانه لومړی ګاډې افغانستان ته رادننه شو.
د افغانستان د اورګاډي پټلۍ عملیاتي مرستیال، میرویس غفوري څرګندوي:«له ایرانه زموږ وارداتي اقلام ترانزیتي دي چې له ایران اوبیز بندره د افغانستان پر لور راځي او هغه سوداګریز توکي چې له ترکیې او نورو اروپايي هېوادونو راځي له دې اورګاډي له لارې راځي.»
د اقینه ـ اندخوی اورګاډي پټلۍ هم تېر کال د نوري فایبر او له ترکمنستانه د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لیکه پرانیستل شوه.
خو دا کال د برېښنا پرچاویو په برخه کې له ستونزو سره مل و.
د صنایعو او کانونو عامل پلاوي رییس، عبدالکریم عظیمي څرګندوي:«له بده مرغه دغه کال کې د برېښنا په برخه کې ستونزې ډېرې وې، او له بل خوا کرونا د صنعت د ځوړې لامل شو.»
له بلې خوا لویې پروژې لکه ټاپي ـ د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ګارو لیږد نل لیکې پروژه د پرمختګ شاهده نه وه، او د مس عینکو په توګه پروژو برخلیک ناڅرګند پاتې شو.
خو د کانونو په برخه کې نړۍ کې د یوه لوی شرکت سره چې د یوه اسټرالیايي میلیاردر لخوا یې مشري کيږي، هوکړه لاسلیک شوه او له مخې یې د اوسپنې، سروزرو، مسو او ځینو نادرو عناصرو په تړاو څېړنې کیږي.