Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بلخ کې د خوراکي توکو د بیې لوړېدل

د بلخ اوسېدونکي په دغه ولایت کې د خوراکي توکو او په ځانګړې توګه د اوبلنو غوړیو د بیې له لوړېدو شکایت کوي.

هغوی وایي، له دوو اوونیو راهیسې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو د اوړو، اوبلنو غوړیو، وریجو او نورو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د بلخ یو اوسېدونکی محمد صدیق وایي: «د یوې بشکې اوبلنو غوړیو بیه ۷۰۰ افغانۍ ته رسېدلې ده او کېدای شي چې ۸۰۰ ته لوړه شي. یوه بوجۍ اوړه چې مخکې مو په ۱۱۰۰ افغانۍ اخیستل اوس یې بیه ۲۰۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.»

د بلخ یو بل اوسېدونکی عبدالجلیل وایي:« کار نشته او د افغانستان خلک زړه ماتي شوي دي.»

اوس مهال د مزارشریف په بازارونو کې دې یوې بوجۍ اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، د یوې بوجۍ وریجو بیه ۲۲۰۰ افغانۍ او د یوې بشکې غوړیو بیه ۷۵۰ افغانیو ته رسېدلې ده.

د بلخ بېوزله او وزګار اوسېدونکو د بیو پر لوړوالي له نیوکې سره ویلي، چې د خوراکي توکو د اخیستلو وس نه لري.

د مزارشریف اوسېدونکي طاهر وویل: «اوړه نه لرو او د اخیستلو وسه یې هم نه لرو. کله چې وسه یې نه لرو د اخیستلو تمه یې هم نه لرو.»

په مزارشریف کې د خوراکي توکو پلورونکي مني، چې د غوړیو بیه په وروستیو ورځو کې په بې مخینه توګه لوړه شوې ده.

په بلخ کې یو پلورونکی ناصر وایي: «یوازې د غوړیو بیه ډېره لوړه ده.»

د بلخ د تجارت او پانګه‌ونې خونې عامل مدیر نصیر احمد قاسمي د بیو د لوړېدو په تړاو ویلي:« زموږ سوداګر یو ټکس د افغانستان دولت ته او یو ټکس هم وسله‌والو مخالفینو ته ورکوي، هر څومره چې د سوداګرو مصرف لوړ شي، د جنس بیه هم په هماغه کچه لوړېږي.»

له خوراکي توکو نیوکې هغه مهال زیاتې شوې، چې د راپورونو له‌مخې په ځینو اسلامي هېوادونو کې سوداګر د روژې په مبارکې میاشتې کې بیې راټیټوي.

شریک یي کړئ