وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان تېرو شلو کلونو اقتصاد ته یوه کتنه

افغانستان په تېرو شلو کلنو کې د نړۍ او امریکا د یو زیات شمېر مرستو پر بنسټ لویې اقتصادي لاسته راوړنې لرلې دي، خو د اقتصادي چارو د کارپوهانو په اند دغه لاسته راوړنې په هېواد کې تل پاتې نه وې او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره یو شمېر دغه لاسته راوړنې له ماتې سره مخ دي.

په افغانستان کې د امریکا او نړۍوالو د حضور په کلونو کې د افغانستان اقتصادي وده تر ۲۰ سلنې ورسېده او د بیخ بنسټونو برخه کې د نړۍوالو د پانګونې تر څنګ په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه ودانیزو چارو کې د خصوصي برخې لسګونه مېلیارده ډالرو پانګونې د ښارونو بڼه بدله کړه.

په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د هېواد اقتصادي وده څه باندې ۲۱ سلنې ته ورسېده او په دغو کلونو کې د خصوصي پانګونو د جذب کلنۍ کچه په بېلابېلو برخو کې شاوخوا څلور مېلیارد ډالره اټکل کېدله.

په دغو کلونو کې د بې وزلۍ کچه د پام‎وړ راټيټه شوه او د کاروبار په ښه کېدو سره سلګونه سوداګریزو او ټرانسپورټي او خدماتي شرکتونو او بانکونو خپل کار پېل کړ.
 
د افغانستان د خونو فډراسیون مرستیال خانجان الکوزی وايي:«کابو ۵۰ تر ۶۰ مېلیارده ډالرو پانګې په تولیدي، کانونو او په افغانستان کې د خدمتونو په برخو کې لګېدلي دي ځکه چې تضاضا موجوده وه.»

امریکا په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره د مرستو کچه شاوخوا دوه ټریلیون ډالره اټکل کړې ده چې دغه اندازه پیسې د اروپا د بیارغاونې لپاره د ماستر پلان له لګول شویو پیسو سره برابرې دي.

خو پخواني حکومت د نړۍ ټولې هغه مرستې چې حساب یې و، شاوخوا اتیا مېلیارد ډالره ګڼلې دي.

له دې ټولو سره سره په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره شوې مرستې نابرابرې، نا انډولې او غیر شافې وې.

یو شمېر کارپوهان وایي چې د امریکا ډیری پېسې حیف و میل او بېرته مرستندویو هېوادونو ته ورګرځول شوي دي او هغو پروژو هم ډير پایښت نه درلود چې په دغو پیسو سره په افغانستان کې پلې شوې دي.
           
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود هم وویل:«زموږ اقتصاد مافیايي اقتصاد شوی و او یوشمېر محدوده کسانو د افغانستان ټوله پانګه یعنې کابو ۹۵ سلنه په خپل واک کې لرله.»

د افغانستان د خونو فډراسیون مرستیال خانجان الکوزی زیاتوي:«که چېرې څېړنه وشي په څرګنده به ولیدل شي چې تېرو حکومتونه، بهرنیان ترکومه بریده ناکام وو او فساد د رامنځته کېدو، مافیا او د هغو مرستو د حیف و میل کېدو لامل شوي وو.»

بل خوا په تېرو شلو کلونو کې افغانستان د نورو هېوادونو په مرستې سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پراختیا په برخه کې خپلې نړۍوالې او سیمه ییزې اړيکې پراخې کړې،د نړۍوالې سوداګرۍ  په سازمان او د واټ په نړۍوال سازمان کې د افغانستان پر غړېتوب سربېره، افغانستان د  ټاپي، او کاسا زر له پروژو او دغه راز د لاجوردو او چابهار په څېر سیمه ییزو پروژو کې د ونډې له اخېستو برخمن شو، خو ډيری دغه پروژې پایلې ته ونه رسېدې.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي:«په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان کانونو لاس نه دی خوړلی، ځکه چې د داشان مافیا شتون د دې لامل شوی و، چې د هغو کانونو د ترلاسه کولو لپاره یې ناسالم رقابت رامنځته کړی او د شخصي ګټې د پلور لپاره یې زمینه برابره کړې ده.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي څرګندوي:«په افغانستان کې کابو ۱۸ مېلیونه تنه د بې وزلۍ له لوږې له خطر سره مخ دي او موږ باید مرسته وکړو چې د نړۍوالې ټولنې مرستې دوام پیدا کړي.»

له دې ټولو سره سره د نړۍ له لسګونه میلیارده ډالرو مرستو او پر ځان د بسیا افغانستان لپاره د نړۍ له هڅو سره سره هېواد یو ځل بیا له اقتصادي ځوړ سره مخ دی، یعنې نړیوالو افغانستان په داسې حال کې پرېښود چې د هېواد اقتصادي وده تر صفر لاندې ده او بانګونه د خلکو پېسې نه شي ورکولای، پانګې له هېواد نه اېستل کیږي او ډيری دولتي کارکوونکي وزګار شوي دي او خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو کچه تر ټولو ټيېټې کچې ته رسېدلې ده.

له اقتصادي پلوه تېر شل کلونه په هېواد کې د اقتصادي ودې، پانګونې او د پراخیتیایي پروژو د عملي کېدو له پلوه له لاسته راوړنو ډک کلونه وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه