Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چابهار بندر له لارې افغان صادارت بند شوي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د تېرو درېیو میاشتو راهیسې د چابهار بندر له لارې د افغان صادراتو لېږد بند شوی.

د سوداګرۍ خونې د مسوولانو په وینا د هند (نوا شیوا) بندر کې د تخنیکي ستونزو له کبله سوداګر نه‌شي کولی خپل توکي د چابهار بندر له لارې نورو هېوادونو ته صادر کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند وايي:"زه فکر کوم په نواشیوا بندر کې د ستونزو له کبله سوداګر صادرات نه‌شي کولی."

د معلوماتو پر بنسټ، په هرو ۱۵ ورځو کې د چابهار بندر له لارې په خوراکي توکو بار یوه کښتۍ افغانستان ته راوړي خو د افغانستان صادرات لا هم بند دي.

ځینې اقتصادي شنونکي وایي افغانستان کې سیاسي ستونزې د دې لامل دي، چې د چابهار بندر له لارې صادرات و نه‌شي.

د اقتصادي چارو یوه شنونکي سید مسعود ویلي:"کله چې موږ صادرات نه لرو مانا یې دا نه ده چې موږ د چابهار یا بل ځای نه صادرات نه کوو، بلکې مانا یې داده چې موږ دلته صادرات نه لرو بلکې په وارداتو ولاړ یوو."

د ااقتصادي چارو یو بل شنونکی بهرام رامش وایي:"کله چې زموږ سوداګر له افغانستانه بهر ته توکي لېږي، له مقابل لوري خپلې پیسې د بانکونو له لارې ترلاسه کوي. خو اوس له بانک نه دوی په اونۍ کې یوازې ۳۰ زره افغانۍ اخېستلی شي، چې دا لویه ستونزه ده."

اوسمهال افغانستان خپل ډېر صادرات د پاکستان د کراچۍ او واګه بندرونو له لارې نورو هېوادونو ته صادروي او دا ځکه چې له چابهار بندر ګټه نه اخېستل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه