د سوداګرۍ او پانګهونې خونه وايي، په هېواد کې د شوکاڼي د پروسس کارخونو د ظرفیت لوړېدو په پایله کې، افغانستان د روان لمریز کال پر مهال یو مېلیون ټنه شوکاڼي له هېواده بهر لېږدولي دي.
د دې خونې مسوولان زیاتوي، که چېرې د شوکاڼي د پروسس د کارخونو د برېښنا ستونزه حل شي؛ د پروسس شویو شوکاڼو د استولو په کچه کې به هم ډېروالی راشي.
د سوداګرۍ او پانګهونې خونې د اداري پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «اوسمهال په کلني ډول له یو مېلیون ټنو ډېر شوکاڼي د لېږدولو لپاره شته او اسلامي امارت باید دې پروسې ته پاملرنه وکړي، څو کانونه وړ کسانو ته ورکړل شي.»
بل پلو د شوکاڼو د کارخونو ټولنې مرستیال عبدالوهاب خوګیاڼی وايي، د ننګرهار په صنعتي پارکونو کې د شوکاڼو ډېرې کارخونې جوړې شوي. ښاغلی خوګیاڼی وايي: «د ننګرهار په صنعتي پارکونو کې نږدې ۴۰ کارخونې جوړې شوي چې هره کارخونه د ۵۰۰ تر ۲۰۰۰ ټنو پورې د شوکاڼو د پروسس وړتیا لري او زرګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.»
د کانونو او پټرولېم وزارت ټینګار کوي چې اسلامي امارت د شوکاڼو غیرقانوني کېدنې مخه یې نیولې ده.
په افغانستان کې د پاکستان سفیر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د شوکاڼو د صادراتو ودې په موخه یې د ننګرهار شوکاڼو د سوداګرو له ټولنې سره خبرې کړې دي.
ورته مهال د صنایعو او کانونو خونې مسوولان وايي، پاکستان د هېواد شوکاڼو په برخه کې پانګهونې ته لېواله دی. د صنایعو او کانونو خونې رییس سخي احمد پیمان وايي: «په وروستیو کې پاکستانیانو د هېواد شوکاڼو په برخه کې پانګهونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده. پخوا هم د پاکستان له لارې د ټرانزیټ په بڼه د افغانستان شوکاڼي چین ته استول کېدل او یوه برخه یې په پاکستان کې پروسس کېدل.»
د شوکاڼي د پروسس ډېری کارخونې په ننګرهار ولایت کې فعالیت کوي او د افغانستان د شوکاڼو ډېره برخه پاکستان، چین او هند ته لېږدول کېږي.
په دې اړه مو اندونه