Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: د افغانستان د درې سترو بندونو کارونه بېرته پيل شول

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې په هېواد کې د درې سترو بندونو کارونه بېرته پيل شوي دي او په چټکۍ سره روان دي.

د دغه وزارت ویاند وایي، چې په کابل کې د شاه و عروس بند، په هلمند کې د کجکي بند او په نیمروز کې د کمال خان بند کارونه بېرته پېل شوي دي او په چټکۍ سره روان دي. او تر راروانو دوو میاشتو به د هلمند د کجکي بند کار پای ته ورسېږي.
    
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند اختر محمد نصرت وویل:«د کجکي بند کار کابو ۸۰ سلنه بشپړ شوی دی او لږ کار یې پاتې دی، هلته د توربینونو د نصب کارونه روان دي او د دوه میاشتو په لړ کې به بشپړ شي.»

بل خوا د کندهار او ارزګان ولایت یو شمېر کروندګر وایي چې د اوبو د نشتوالي له امله یې ځمکې لږ حاصل ورکوي.
   
کروندګر محمد گل وايي:«موږ د اوبو له کښمته ځورېږو، زموږ ځمکې له اندازې زیات حاصلات ورکوي خو د اوبو له کمښت سره مخ یوو.»

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د کرنې د ودې لپاره دغه وزارت هوډ لري، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو کانالونه جوړ کړي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ډاډ ورکوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې به د اوبو د کموالي ستونزه حل شي.
  
د کرنې، اوبولګونې او مالدراۍ وزارت مرستیال صدراعظم څرګندوي:«موږ په کندهار کې د اوبو په هکله سروې کړې ده او څو ځایه موږ ټاکلي دي چې په هغه ځای کې مو پرانیستې هم لرلې دي او هغه بندونه مو جوړ کړي دي ترڅو د اوبو سیسټم د ځمکو له لاندې فعال شي.»

د هلمند د کجکي بند او د نیمروز د کمال خان بند د بیارغونې کارونه له څو کلونو راهیسې پېل شوي دي، چې د دغو بندونو د رغولو یوه موخه د اوبو مدیریت دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه