Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د محرم نه لرلو له امله د لسګونو ښځو د سفر مخنیوی

اسوشېټډ پرس خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې اسلامي امارت د کابل په هوايي ډګر کې، لسګونه ښځو ته د محرم نه لرلو له امله بهر ته د سفر اجازه نه ده ورکړې.  

دغه خبري اژانس د مُلکي هوايي چلن ادارې د دوو چارواکو له خولې چې نه غواړي نومونه یې په ډاګه شي لیکلي دي چې ځينو دغو مېرمنو دوګونی تابعیت درلود او غوښتل یې چې د کام ایر او اریانا هوايي چلن شرکتونو له الوتکو سره خپلو کورونو ته ولاړې شي. 

د اسوشېټډ پرس همدارنګه لیکلي دي چې دغه مېرمنې د جمعې په ورځ لسګونه د کابل هوايي ډګر ته تللې وې.

خو د آریانا - افغان شرکت عمومي رییس وایي، چې د دغه شرکت په الوتنو کې د مسافرو لپاره ستونزه نشته.
     
د آریانا د هوایي چلن عمومي رییس رحمت الله آغا وايي:«همدا اوس تاسې کولای شئ میدان ته ولاړ شئ؛ زموږ الوتنې د تېر په څېر په عادي توګه جریان لري د دغې ستونزې په هکله نه ما ته چا ټلېفون کړی او نه یې هم مکتوب راکړی دی او نه هم شفاهي شکایت کړی دی.»

د اسوشیټېډ پرس خبري آژانس د هېواد د ټرانسپورټ اوهوايي چلن وزارت د دوو چارواکو له خولې لیکلي دي، چې دغه مېرمنې اسلام آباد، دوبۍ او ترکیې ته د آریانا او کام ایر د هوایي شرکتونو له الوتنو راګرځول شوې دي.

د چارو ځينې شنونکي وایي، چې دغه کار به منفي پایلې ولري.
  
د پوهنتون استاد سید مسعود وویل:«د دغې کړنې پایله به کورني او بهرني خراب عکس العملونو ولري چې په حیقیت کې زموږ سیاسي تعاملات به سره غوټه کړي.»

ځیني سیاحتي شرکتونه چې نه غواړي تصویر یې خپور شي، وایي، د ځینو هوايي شرکتونو له لوري په ورلېږل شوي لیک کې ترې غوښتل شوي دي، چې د محرم له لرلو پرته پر ښځو ټکټ ونه پلوري.
 
د مشرانو جرګې مخکینۍ غړې ګلالۍ اکبري څرګنده کړه:«ډېری ښځې محرم نه لري، خاوند یې یا شهید شوی او یا اولاد یې شهید شوی او یا هم له هېواده بهر دي او یاه ستونزه لري او دا ستونزه باید ژر تر ژره حل شي.»

د دغه امرد تاییدۍ لپاره مو د اسلامي امارت د ځينو ویاندویانو او د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت له ویاند سره اړیکه ونیوله، خو د دغه رپوټ تر خپرېدو پورې مو ځواب ترلاسه نه کړ.

خو د اسوشېټډ پرېس خبري آژانس په خپل خپاره کړي رپوټ کې لیکلي دي، چې د هېواد د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت چارواکي هڅه کوي، چې دغه تازه لګېدلی بندیز بېرته لېرې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه