Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تېلو او ګازو ملي شرکت له ایرانه د ۳۵۰ زره ټنه تېلو له واردولو خبر ورکوي

د تیلو او ګازو ملي شرکت له ایران څخه هیواد ته نږدې ۳۵۰ زره ټنه تیل را واردوي. د دغه شرکت مسوولین وايي، د دې کار موخه د هېواد په بازارونو کې د تېلو بیو راکمول دي.

د یاد شرکت رییس وايي چې نږدې راتلونکي کې به له روسیې او ترکمنستان سره هم د تېلو د را واردولو په تړاو تړونونه لاسلیک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د نفت او ګازو، د مالیې، بهرنیو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او همداراز د افغانستان بانک او نورم او سټندرد ادارې د استازو په ګډون یو ګډ پلاوی د تېلو د پېرلو لپاره ایران ته تللی دی.

د نفت او ګازو شرکت وايي، له ایران سره د ۳۵۰ زره ټُنه تېلو د پېرلو په تړاو سلا شوي دي.

د تېلو او ګازو د دولتي شرکت رییس د عبدالغفور رییس وویل:«یو تړون لاسلیک شو چې کابو څه باندې ۳۰۰ زره تر ۳۵۰ زره ټنه تېل زموږ په ستنډرډ برابر او په کمه او مناسبه بیه زموږ بازارونو ته به وارد شي.»

په دې لړ کې ایران او افغانستان دولت په دولت د تړونونو، د نفتي موادو د نل لیکې د جوړېدو د کار د دوام، د ګډې تصفیه خانې جوړولو او د اوږد مهاله تړونونو د عملي کېدو لپاره هم د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړې ته رسېدلي دي. 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل څرګنده کړه:«په دې وروستیو کې چې نړۍوالې بیې ډېرې لوړې وې او سونګ توکي هم ډېر کم و، خو بیا هم د افغانستان خصوصي سکټور او باعزته سوداګرو په هره بڼه چې وه زموږ د هېوادوالو د اړتیا وړ سونګ توګي اکمال کړل.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي هېواد ته د تېلو له واردېدو هرکلی کوي او زیاتوي چې، د هېواد په بازارونو کې باید د تېلو بیې په جدي توګه کنټرول شي.

د کابل اوسېدونکي عبدالمتین وویل:«له اسلامي امارته غواړو چې د تېلو په تانګونو کې د تېلو د کنټرول لپاره جدي پاملرنه وکړي.»

چلوونکی غفار هم وايي:«که چېرې تېل ارزانه وي، موږ په لږو پیسو خلک لېږدوو، که چېرې تېل قمیته وي موږ خلک په لوړه بیه لېږدوو.»

په دې وروستیو کې په هېواد کې د تېلو بیې د بدلون حالت لري او د ډيزلو بیه تر پټرولو ډېره لوړه ده. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه