Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ژمي له رارسېدو مخکې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوي

د کابل په بازارونو کې د ډبرو سکرو بیه نږدې دوه برابره لوړه شوې او اوس په کابل کې یو ټن د ډبرو سکاره تر ۱۵ زره افغانیو پلورل کېږي.

د ډبرو سکرو د بیو په لوړېدو سره ډېری کابل میشتي اندېښمن شوي. ځينې ښاریان وايي، په‌دې بیه د ډبرو سکرو د پېرلو وس نه‌لري.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالواسع احمدزی وايي: «حکومت دې په راتلونکي ژمي کې د ډبرو سکرو بیو ته ډېر فکر وکړي، باید هېوادوالو ته بیې راټيتې کړي.»

د کابل ښار یو بل اوسیدونکی وحید کریمي وایي:«هر څه ګران شوي او د ژمي په رارسېدو سره د ډبرو سکرو بیه دوه چنده لوړه شوې.»

د کابل میشتو په باور، سږکال له شمالي ولایتونو ډېر کم د ډبرو سکاره  کابل ته رالېږدول کېږي.

د ډبرو سکرو ځینې پلورونکي وايي، د تېر کال پر تله سږکال د ډبرو سکرو د پېرېدونکو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

د ډبرو سکرو پلورونکی عبدالمنان پوپل وايي: «د تېر کال پرتله سږ کال د ډبرو سکرو په بیه کې شپږ زره افغانۍ ډېروالی راغلی دی او سږ کال يې پیریدونکي نه‌شي اخیستلای، د خلکو اقتصاد ضعیف دی.»

ورته مهال د کانونو او صنایعو خونه د ډبرو سکرو د بیې د لوړېدو اصلي لامل پاکستان ته د صادراتو په کچه کې ډېروالی ګڼي.

د افغانستان د کانونو او صنایع خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي: «دا سې یو میکانیزم دې جوړ شي چې کورني مصرف کوونکي او صنایعو پورې تړلي هر څوک وکولای شي په مناسبه بیه د ډبرو سکاره وپېري، ځکه کانونه په افغانستان کې دي، لومړي قدم کې باید د کورنيو پېریدونکو ستونزه حل شي.»  

له بلې خوا د کانونو او پټرولیم وزارت ډاډ ورکوي چې په یوې مناسبې کړنلارې سره به په راروان ژمي کې د ډبرو سکاره په ټيټه بیه تر هېوادوالو ورسوي.

د کانونو او پټرولېم وزارت ویاند عصمت‌الله برهان وايي: «غواړو چې د هېوادوالو لپاره د ډبرو سکاره په را روان ژمي کې په کمه بیه وپلورل شي او د دې لپاره پر پلانونو کار پیل کړی دی چې څنګه د ډبرو سکاره په کمه بیه د هېوادوالو لپاره تیار کړو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، په ورځ کې تر ۱۰ زره ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي او له منځه یې بیا ۵ زره ټُنه یې پاکستان ته صادرېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه