د دولتي ادارو یو شمېر پخوانیو ښځینه کارکوونکو سوداګرۍ ته مخه کړې ده، څو له همدې لارې د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې اوارې کړي.
نور جان چې له څو کلونو راهیسې د یوه ښوونځي د مدیرې په توګه کار کړی وايي، د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حلولو په موخه یې سوداګرۍ ته مخه کړې ده.
دغې ښځې خپل کاروبار له لسو زرو افغانیو پیل کړی او اوس داسې وضعیت ته رسېدلې چې خپل لاسي صنایع په نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کوي.
نوموړې پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «مخکې مې د ښوونځي د مدیرې په توګه کار کاوه او د ژوند د پرمخ بېلو لپاره مې سوداګرۍ ته مخه کړه، باید د ژوند د پرمختګ لپاره باید له یو ځایه پیل وکړې. ما له لاسي صنایعو پیل وکړ.»
له نورجان سربېره یو شمېر نورو ښځو هم سوداګریزو چارو ته مخه کړې او دوی له هېوادوالو غواړي چې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.
سوداګره مینه وايي: «ډېر توپیر راغلی دی، مخکې به بازارونه ښه تاوده و، خو اوس ډېر پیکه شوي او تر اوسه هېڅ پلور نهدی شوی.»
یو بله سوداګره فاطمه وايي: «خپله پر خپلو پښو ودرېږئ، توپیر نهلري چې ووایئ پانګه نهلرو، ما له شلو افغانیو پیل وکړ، اوس دې ځای ته ورسېدلم.»
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مالوماتو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۴ زره ښځو د سوداګریزو چارو د فعالیتونو لپاره رسمي جوازونه اخیستي دي.
په دې اړه مو اندونه