Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو محصولاتو یوه ستره جوپه د ځمکې له لارې اروپا ته صادرېږي

د افغانستان د کورنیو محصولاتو تر ټولو ستره جوپه به د ځمکې له لارې اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرالله جمال ډاډ ورکوي، چې د هېواد د سوداګرو ملاتړکېږي او نورې آسانتیاوې به هم ورته برابرې شي.

ښاغلي جمال څرګنده کړه:«اسلامي امارت په بشپړه توګه په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سوداګرو سره اوږه په اوږه درېدلی دی. هره ستونزه له سوداګرو سره په مشوره به حل کړي. ډېرې ستونزې حل شوې دي.» 

د هغه په اند د هېواد د کورنیو تولیداتو کیفیت ښه دی او له همدې امله د افغانستان محصولات اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

قدرت الله جمال زیاته کړه:«هغه سوداګر چې موږ ته راځي او مشوره کوي، وايي چې نړۍوال د افغانستان تازه او وچې مېوو ته سترګې په لاره دي.»

هغه همدارنګه له هېواده بهر سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وايي چې د افغانستان صادرات به ډېر ژر دوه مېلیارد ډالرو ته ورسېږي. د هغه په وینا په هېواد کې د خوراکي توکو نرخونه هم ثبات لرونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تېره میاشت د وچې مېوې یوه ستره جوپه د اسلام کلا بندر له لارې المان ته صارده کړه چې کابو ۱۲ ټڼه جلغوزه او ۸ ټنه کشمش او پسته وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه