د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د روان لمریز کال له پېل راهیسې د ۲۷۳ مېلیون ډالرو په ارزښت وچه مېوه له هېواده بهر ته صادر شوې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر ډېره بېلابېلو هېوادونو ته جلغوزي، پسته، ممیز او شکرپاره صادره شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«موږ اروپا او همدارنګه کاناډا او اسټرالیا ته څو چوپې صادرات لرل چې د تېر کال پرتله زښته ډېر زیاتوالی یې لرلی دی.»
بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د افغانستان توکي د سیمې پر هېوادونو سربېره، اروپا او امریکا ته هم صادرېږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وویل:«موږ غواړو چې ډېرې اسانتیاوې هم رامنځته شي او څه ډول وکړای شو چې په ډېره کمه بیه د هوا له لارې او د نورو غوراویو له لارې وچه مېوه نړۍ ته ورسوو.»
اخوا، یو شمېر سوداګر له اسلامي امارت په ځانګړې توګه له صنعت او سوداګرۍ وزارته غواړي، چې هوایي دهلیزونه فعال کړي
سوداګر زلمی عظیمي وايي:«له بده مرغه نن زموږ صادرات له ټولو هېوادونو سره د نه اړیکو او بانکي راکړې ورکړې د ستونزو او ټرانزیټي ستونزو او حتا د هوايي کارګو ستونزو له امله زموږ د محصولاتو غوښتونکي په ځانګړې توګه د جلغوزې او وچې مېوې غوښتونکي له زیاتو ستونزو سره مخ دي.»
تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په تېرو اتو میاشتو کې نورو هېوادونو په تېره بیا چین ته اته زره ټنه جلغوزي صادر شوي دي.
په دې اړه مو اندونه