د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د دې ادارې مشر پاکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان ټرانس اوسپنې پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو د پیل په اړه د دې هېواد له چارواکو سره خبرې کړې دي.
د دې ادارې ویاند وايي، د پاکستان د اورګاډي مشر هم د افغان ټرانس رېل پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لګښتونو ورکولو ته چمتووالی ښودلی دی.
د وسپنې پلټۍ ادارې ویاند عبدالسمیع درانی وايي: «د افغانستان ټرانس وسپنې پټلۍ د تخنیکي څېړنو لپاره اړین چمتووالی لري او پاکستاني چارواکو هم څرګنده کړې چې له ازبکستان سره به په ګډه د دې پټلۍ د تخنیکي ځېړنو لګښت ورکړي.»
بلخوا د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، د افغان-ټرانس د وسپنې پټلۍ پروژه یو لوی سمیهییز اقتصادي پروګرام ګڼل کېږي چې په عملي کېدو سره به یې د منځنۍ اسیا هېوادونه له سویلي اسیا سره وصل شي او له دې درکه به افغانستان ډېر عاید ترلاسه کړي.
د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان زیاتوي: «که ازبکستان، پاکستان او افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د ریل پټلۍ د نښلولو په اړه یوه عملي توافق ته ورسېږي، دا به افغانستان ته له اقتصادي او سیاسي پلوه ښې پایلې ولري.»
د وسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د افغان- ټرانس پروګرام چې له مزارشریفه تر پېښوره د ۷۶۴ کېلومټره وسپنې پټلۍ جوړېدل پکې شامل دي، د نږدې شپږ میلیارد ډالرو په لګښت په پنځو کلونو کې بشپړ شي.
په دې اړه مو اندونه