د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د پلازمینې په بازارونو کې د نفتي موادو په تېره د پټرولو او اوبلنو ګازو د بیو له لوړېدو شکایت لري او له اسلامي امارته غواړي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
یو شمېر ښاریان وايي، که څه هم د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیه راټیټه شوې، خو په افغانستان کې د هر لېټر تېلو بیه تر ۴ افغانیو لوړه شوې ده.
د کابل اوسېدونکی محمد سالم پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «دوی باید د تېلو بیو ته پاملرنه وکړي، ځکه تېل لوړ شوي، د تېلو بیه دې لږ راټیټه شي، اوس یو لېټر تېل ۷۵ افغانۍ دي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی ذکي زیاتوي: «زموږ خلک ډېر بېوزله دي. ټوله ورځ د خپلو بچیانو لپاره کار وکړي که د تېلو ټانک یا یو سوداګر، ځکه هغوی ته هېڅ نه پاتې کېږي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له روسیې سره د نوي قرارداد لهمخې، ټاکل شوې ډېر ژر یو مېلیو ټن پټرول، یو مېلیون ټن ډېزل او ۵۰۰ زره ټنه ګاز راوارد شي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، د دغو نفتي موادو په واردېدو سره به بیې هم راولوېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده وايي: «موږ هم ولېدل چې پهدې ورځو کې د ګازو بیې لوړې شوې او د تېلو هم، خو موږ هڅه کوو چې بیې بېرته راټيټې شي او د تېلو او ګازو واردات پر لار دي او یو شمېر له ترکمنستان او ایرانه د افغانستان بندرونو ته رالېږدول شوي، دوی سره تړونونه لرو، انشاء الله ډېر ژر به بېرته بیې راښکته شي.»
له دې سره سم، د کانونو او صنایعو خونه وايي، افغانستان نفتي حوزې لري او پر دغو حوزو په پانګونې سره به هېواد د نفتي توکو له اړخه پر ځان بسیا شي.
د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي: «موږ په کلني ډول دوه تر درې مېلیونه تنه نفتي توکي افغانستان ته رالېږدوو، که د هېواد په نفتي حوزه کې پانګهونه وشي، د هېواد اړتیاوې به رفعه شي او تر څنګ یې د هېواد اقتصاد لپاره هم ملي عاید ولري.»
د ویلو ده چې په وروستیو کې د امو نفتي حوزې تړون د چین د نفتو له ملي شرکت سره لاسلیک شو او د کانونو او پټرولیم وزارت ډاډ ورکړی چې له دې حوزې د نفتو په راوېستنې سره به تر راتلونکو څلورو کلونو افغانستان د نفتي موادو له اړخه پر ځان بسیا شي.
په دې اړه مو اندونه