Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملي پراختیا شرکت ته د بلخاب د ډبرو سکرو د استخراج مسوولیت سپارل کېدل

د ملي پراختیا شرکت وایي، تازه د کانونو او پټرولیم وزارت له‌خوا د بلخاب د ډبرو سکرو د را ایستلو مسوولیت ورسپارل شوی دی.

په شمال حوزره کې د دې شرکت یو مسوول فرید عظیم وایي، د یادې ادارې له‌خوا د بلخاب د ډبرو سکرو لومړني کارونه پیل شوي دي.

نوموړی وايي: «د کاري فرصتونو رامنځ‌ته کول، د محرومیتونو لرې کول، د ملي پروژو تمویلول، په ځانګړې توګه د قوش تېپې کرنیز کانال د بلخاب په سیمه کې د ډبرو سکرو د استخراج په چوکاټ کې د ملي پراختیایي شرکت له عملیاتي پلانونو څخه دي.»

د دوی په وینا، د دې چارې په پیلېدو سره به څه باندې دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او عاید به یې هم په ملي پروژو او په ځانګړې توګه په قوش تېپې کانال کې ولګول شي.

له دې سره سم، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال او د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمال څلورو ولایتونو مسوولینو ته لارښونه کړې چې د کانونو د راوېستنې د کورنیو او بهرنیو قراردادیانو امنیت ونیسي.

ملا عبدالغني برادر همداراز د کان کېندنو د چارو پر ګړندي کېدو سربېره په معیاري توګه د کانونو پر کېندنو ټينګار کړی دی.

په ورته وخت کې د کانونو او صنایعو خونه وايي، د ډبرو سکرو د راوېستنې چارې باید معیاري شي، څو ورسره د راوېستنې ظرفیت هم لوړ شي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي: «د کانونو استخراج باید لوړ او معیاري شي، څو هم صادرات ولرو چې افغانستان ته یې ګټه ورسېږي او هم په ژمي کې د تودولو او د ډبرو سکرو له لارې د هېواد په صنعت کې ترې ښه ګټه واخلو.»

د ملي پراختیا شرکت د مالوماتو له مخې، یوازې د بلخاب د ډبرو سکرو په دوو حوزو کې چې، د ګل ورز ګواخ او شورابک پل عاشقان درو کې موقعیت لري، د ډبرو سکرو ذخیرې په احتمالي توګه یو نیم میلیار ټن ته رسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه