Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کانونو وزارت: په ۱۴۰۲ کال کې مو د نږدې ۱۵ کانونو تړونونه کړي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د شاوخوا اته میلیارده ډالرو په ارزښت د پنځلسو کانونو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، د ترکیې، قطر، چین او ایران له پانګوالو او یوه برېټانوي شرکت سره شوي تړونونه د کانونو د استخراج په برخه کې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د څلورو تر پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت د شپیتو کوچنیو کانونو تړونونه هم له کورنیو شرکتونو سره شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: «د بهرنۍ پانګونې لېوالتیا د تېر پرتله ډیره زیاته شوې ده او تېر کال موږ د بهرنیو پانګوالو د کتنو او غونډو شاهدان وو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه ټینګار کوي چې د کانونو له استخراجه ترلاسه شوي عواید باید پر بیخ بنایي پروژو ولګول شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال، محمد یونس مهمند طلوع‌نیوز ته و ویل: «هیله ده چې په کانونو کې له پوره احتیاط، ځیرکتیا او دقت او هوش سره او د کورنیو او نړۍوالو شرایطو ته په کتو سره، کار واخیستل شي .»

دا مهال لويې پروژې لکه د مس عینک کان استخراج، ټاپي او د قشقري د نفتو استخراج له مهمو پروژو دي، چې يوازې د قشقري د نفتو د را ایستنې چارې پيل شوې دي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان و ویل: «د سترو پروژو پر پیل او ګټې اخیستنې کار روان دی، د بیلګې په توګه له مس عینک پروژې د نفتو تر پروژې، ټاپي پروژه او نورې اقتصادي پروژې. که دغه پروژې عملي شي افغانستان به اقتصادي ټيکاو او پایېدونکو کاري فرصتونو ته ورسیږي.»

 دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د کانونو او پټرولیم وزارت تل ډاډ ورکړی چې کانونه په قانوني او رڼه توګه را ایستل کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه