Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوګر د عینک مسو کان د را ایستنې د عملي کار د پېل لپاره هڅې

د کانونو او پټرولیم وزارت د لوګر د عینک مسو کان د عملي چارو په پېلېدو کې له پرمختګه خبر ورکوي.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان وایي چې د شته ستونزو د حل او د چینايي شرکت لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره جدي ګامونه پورته شوي او په نږدې راتلونکي کې به د عینک د مسکو کان د را ایستلو عملي چارې پېل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو پر بنسټ، د عینک په کان کې ۱۱ مېلیونه ټنه د مسو زیرمه اټکل شوې ده.   

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په دې هکله وايي:«تر ډېره بریده ستونزې حل شوې دي او موږ له چینايي شرکت سره پرله‌پسې غونډې لرلې دي او د مذاکرې په حال کې یو، ځینې ستونزې چې خنډ دي هغه لېرې کړو او د دغې سترې او مهمې اقتصادي پروژې د عملي کار لپاره زمینه برابره کړو.» 

دغه لوی کان د کابل سوېل ختيځ ته په څلوېښت کيلومترۍ کې په لوګر ولایت کې موقعيت لري، چې د نړۍ په کچه د مسو دويمه ستره زيرمه لري او د افغانستان د عايد لويه سرچينه ګڼل کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد څرګندوي:«د ابداتو د لېږد او یا تر خوندیتوبه په شاوخوا کې نور کارونه هم لرو. د برېښنا د یوې کارخونې د جوړولو کار لرو او همدارنګه د سړک جوړول دي، هلته د هوايي ډګر جوړول هم په پام کې نیول شوي دي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنوونکي د لوګر د عینک مسو کان په هېواد کې یو له سترو عایداتي سرچینو ګڼي او پر معیاري استخراج یې ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سید مسعود په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د عایداتي سرچینې له پلوه به فوق‌العاده وي د کار له پلوه هم کېدای شي چې فوق‌العاده وي او د تولید له پلوه به هم فوق‌العاده وي او د سترو اقتصادي او سیاسي اړیکو او باورمندۍ له پلوه کولای شي چې په سیمه کې مهم رول ولوبوي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رښتیا هم څرګندوي:«هر څومره چې کانونه په تخصصي او مسلکي توګه استخراج شي، په ځانګړې توګه هغه کانونه چې په هغه کې تاریخي ابدې شتون ولري، چې هغه په خپله کولای شي د افغانستان لپاره ستره پانګه وي.» 

خو د کانونو او صنایعو خونه وايي، چې د دغه کان د استخراج لپاره زمینه برابره شوې ده او که د دغه کان د را ایستنې چارې پېل شي، زرګونو کسانو ته به ورسره د کار زمینه برابره شي.

د سوداګرۍ او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي:«په هغه صورت کې چې د عینک د مسو کان را ایستنه پېل شي، هم د کاري زمینې له پلوه او هم د اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره به ښه عاید ولري.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه کان کې د مسو اندازه ۱۱ مېلیونه ټنه اټکل شوې ده.

د مس عینک کان تړون په ۱۳۷۸ کال کې د ۳۰ کلونو لپاره د چین له MCC شرکت سره وشو؛ خو د تېر حکومت پر مهال په دې سیمه کې د لرغونو اثارو د شتوالي په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله د چینايي شرکت له خوا د دغه کان د استخراج کار پېل نه‌شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه