د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو د بیې له لوړوالي شکایت لري.
دوی وايي چې په بازارونو کې د کابل ښاروالۍ نرخپاڼې نه عملي کېږي او د خوراکي توکو بیې همدارنګه لوړې دي.
د کابل اوسېدونکی امیر محمد وايي:«زه نن راغلم او اوړه مې وپېرل، په نرخپاڼه کې ۱۷۷۰ روپۍ وو او ما په ۱۸۳۰ وپېرل.»
د کابل بل اوسېدونکی ګل اغا هم څرګندوي:«کهچېرې بیې نورې هم ټیټې شي، هټۍوالو ته دې نرخپانې ورکړي او څارنه وکړي ډېره به ښه وي.»
بلخوا ځينې هټۍوال پر خوراکي توکو د ګمرکي تعرفې لوړوالی د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو یو لامل بولي.
هټۍوال حسیب الله وویل:«د میاشتې په سر کې موږ ته نرخپاڼه راکوي د میاشتې تر پایه باید هماغه نرخپاڼه کنټرول کړي چې نرخ باید لوړ نه شي.»
بل هټۍوال سید احسان اغا هم وايي:«هغه نرخپاڼې چې د کابل ښاروالۍ له خوا موږ ته راکول کېږي، اوړه دي، غوړ دي، وریجې دي او حبوبات دي.»
خو کابل ښاروالۍ وایي، چې دغې ادارې په بازارونو کې د بیو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي لپاره یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړی چې په بازارونو کې پر وېشل شویو نرخپاڼو په کره توګه څارنه لري.
دغه بنسټ زیاتوي، چې هغه هټۍ تړل کېږي، چې له نرخپاڼې یې سرغړونه کړې وي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی څرګندوي:«کله چې کسان پېرل کوي، جنسونه له هغه بل سره چې لري یې، کهچېرې په لوړه بیه یې پرې پلوري وي مشخصاً ټیم دخیلېږي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د خوراکي توکو د وارداتو د زیاتېدو لپاره سوداګرو ته نورې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«هغه اقلام چې موږ او تاسې یې وینوو په بازار کې نرخپاڼو کې یې بیه ټيټه شوې، دلیل یې همدا دی چې مو واردات لرو او خپلو وارداتو ته مو چټکتیا ورکړې او بلخوا موږ پرې ګمرکات کم کړي او دا دواړه لاملونه کولای شي چې په بازار کې ډېری بیې ټیټې شي.»
د کابل د ځينو اوسېدونکو په وینا، هر کال د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدو سره، د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړېږي او سره له دې چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړشوی دی، خو د خوراکي توکو د بیې پر کمېدو یې دومره اغېز نه دی کړی.
په دې اړه مو اندونه