Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زعفرانو ټولنه: په هېواد کې به د زعفرانو حاصلات ډېر شي

د افغانستان د زعفرانو ټولنې مسوولان وايي، په روان کال کې به‌ په هېواد کې د زعفرانو په تولید کې تر ۳۰ ټنه ډېرښت راشي.

د دې ټولنې د مسوولانو په وینا، په وروستیو کې د زعفرانو پر تولید پانګونه هم ډېره شوې ده.

په کابل کې د زعفرانو د ملي ټولنې استازی عبیدالله عبدالرحیم‌زی وايي: «د زعفرانو د ملي ټولنې او کرنې وزارت ریاست په همکارۍ داسې اټکل کېږي چې له شلو او پنځه ویشتو ان تر دېرشو ټنو پورې تولید لرو.»

له دې سره سم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې څه باندې ۵۱ زره کیلو ګرامه زعفران نورو هېوادونو ته صادر کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده جواد وايي: «په ۲۰۲۲ کال کې په ټولیز ډول ۵۱ زره او ۹۶ کېلو ګرامه زعفران مو سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هندوستان، امریکا، هسپانیا، هالند، اسټرالیا، مراکش او ځینو نورو هېوادونو ته صادر کړي دي.»

اخوا، د زعفرانو یو شمېر صادروونکي وایي، د زعفرانو د تولید برخې ته لازمه پاملرنه نه‌ده شوې. د دغو صادروونکو په وینا، د زعفرانو د صادراتو په برخه کې له پانګوالو او سوداګرو ملاتړ نه کېږي.

د زعفرانو صادروونکی ناصر عظیمي وايي: «مخکې ستونزې وې، اوس هم دغه ننګونې نه‌دي حل شوي. مخکې مو د صادراتو، بازار موندنې او په بهر کې نندارتونونه درلودل او د زعفرانو کښت مو درلود.»

د زعفرانو صادروونکې نفیسه دانش زیاتوي: «د افغانستان زعفران چې څومره کیفیت لري، بیا یې هم د تولید په برخه کې کار نه‌دی شوی او په‌دې برخه کې باید دولت د کروندګرو لاسنیوی وکړي.»

د زعفران د ملي ټولنې د معلوماتو له مخې، د زعفرانو له پروسس تر تولید پورې ۷۰ سلنه کار د ښځو له لوري تر سره کېږي او اوس‌مهال په ۳۴ ولایتونو کې ۸ زره هکټاره زعفران کرل کېږي چې په‌دې لړ کې هرات د زعفرانو په تولید کې لومړی ځای لري.

اخوا، د زعفرانو یو شمېر صادروونکي وایي، د زعفرانو د تولید برخې ته لازمه پاملرنه نه‌ده شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه