د ډبرو سکرو د صادرونکو ټولنه وايي، پر سکرو د تعرفې د لوړېدو له امله پاکستان ته د ډبرو سکرو په صادراتو کې ۳۰ سلنه کمښت راغلی دی.
د دې ټولنې مسوول زیاتوي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د پاکستانۍ کلدارې د ارزښت له رالوېدو سره سم، د افغانستان د ډبرو سکرو صادروونکو ډېر تاوان کړی دی.
د ډبرو د سکرو د صادروونکو د ټولنې رییس محمد رسول توتاخیل وايي: «نسبت تېر وخت ته اوس په صادراتو کې کموالی راغلی دی، د دوی عواید چې کم شوي نهدي، یوازېنی علت یې دا دی چې دوی خپله تعرفه لوړه کړله. د تعرفې له لوړوالي سره د دوی عواید هم زیات شول او په صادراتو کې تقریباً ۲۰ یا ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.»
بلخوا، یو شمېر سوداګر او کارګران چې د ډبرو د سکرو په برخه کې فعالیت لري، په دې برخه کې د خپل کارو بار له پيکه کېدو شکایت کوي.
سوداګر قاري عبدالله وايي: «په پاکستان کې په کلدارو پلورل کېږي، موږ ته یو تن د ډبرو سکاره په ۵۳ زره کلدارې تمامېږي، د پاکستان فیتري بیې ۵۴ زره دي، په همدې خاطر بارول او صادرات کم شوي دي.»
کارګر مجیب الرحمن زیاتوي: «له څلورو کلونو راهیسي د ډبرو سکرو په برخه کې کار کوم، له بېلابېلو ولایتونو کابل ته راځي او موږ موټر تشوو او ډکوو.»
په ورته وخت کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ډبرو سکرو پر معیاري راوېستنې له دوامداره او جدي څارنې خبر ورکوي او له دې اړخه د عوایدو ډېرښت ته هیلمن دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور زیاتوي: «له کومې ورځې نه چې د افغانستان اسلامي امارت په ټول افغانستان کې حاکم شوی دی، زموږ تقریباً ۲۳ مېلیارډه افغانۍ د حکومت په خزانه کې عواید راټول شوي دي او پهدې کې اکثریت ۱۳ تر ۱۵ مېلیارډو پورې یوازې د ډبرو سکرو دي.»
د ډبرو د سکرو د صادروونکو ټولنه وایي، د ډبرو د سکرو د استخراج، ټرانسپورټ او صادراتو په برخه کې نږدې اتیا زره کسان پر کار بوخت دي.
په دې اړه مو اندونه