Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسیا پراختیايي بانک: تېر کال مو افغانستان سره ۴۰۵ مېلیونه ډالره مرسته کړې

د اسیا پراختیايي بانک راپور ورکړی چې دغه بانک په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره څه باندې ۴۰۰ مېلیونه ډالره مرسته کړې ده.

په یاد راپور کې راغلي چې دغه مرستې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو له لارې لګول شوې دي.

د اسیا پراختیايي بانک د راپور په یوې برخه کې راغلي: «افغانستان هغه هېواد دی چې د نړۍوال فقر په درشل کې دی. د اسیا پراختیايي بانک په ۲۰۲۲ کال کې، د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې افغان ولس ته د خوړو د برابرولو او همداراز د روغتیايي او ضروري روزنیزو خدماتو د وړاندې کولو لپاره ۴۰۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.»

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: «د اسیا پراختیايي بانک په تېرو دوو لسیزو کې د برښنا، ټرانسپورټ، کرنې او اوبو سرچینو د پراختیا په برخو کې له مهمو تمویل کوونکو څه وو، د دې بنسټ د فعالیت پیلولو د دې باعث کېږي چې په هېواد کې د کار زمینه برابره او اقتصاده وده وکړي.»

د اسیا پراختیايي بانک په‌دې راپور کې راغلي، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان او پاکستان کې د خوراکي توکو او انرژۍ بیې لوړې شوې او د روسیې او اوکرایین تر منځ جګړې هم پر دغه وضعیت منفي اغیز وکړ.

په راپو کې همداراز راغلي، په افغانستان کې وچکالیو او سېلابونو خوراکي مصونیت له ستونزو سره مخ کړی او د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل هم شوي دي.

د کابل اوسېدونکی نوشاد وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې کوم لومړني توکي راځي، هغوی ته سمه بیه وټاکي، څو خلک یې د پېرلو توان ولري.»

د کابل یو بل اوسېدونکی خان ولي زیاتوي: «موږ ته دې د کار زمینه برابره کړي، څو بې‌وزلۍ راښکته شي.»

د اقتصادي چارو شنونکي بیا پر دې باور دي چې په هېواد کې د پراختیايي پروګرامونو او بنسټیزو پروژو عملي کېدل کولی شي د فقر او بې‌کارۍ کچه راټيته کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبی وايي: «د پراختیايي پروژو په تېره د زېربنايي پروژو پلي کول کولای شي، په افغانستان کې اقتصادي ثبات تینګ کړي او د دې تر څنګ کولای شي، خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړي او له پخوا ډېر اقتصادي فرصتونه رامنځ‌ته کړي او کولای شي د افغانستان په اقتصادي وده کې ښه رول ولوبوي.»

د اسیا پراختیايي بانک وايي، په ۲۰۲۲ کال کې یې د اسیا او آرام سمندرګي په یو شمېر هېوادونو کې یې د خوړو د مصونیت او همداراز په افغانستان، پاکستان او سریلانکا کې د نجونو او ښځو د لاسنیوي لپاره ۳ اعشاریه ۷ مېلیارډه ډالره لګولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه