Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوچا په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال د اقتصاد خرابېدو عوامل پلټلي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره «اوچا» وایي، په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د شتمنو بندولو او پراختیايي مرستو ځنډولو اقتصادي وضعیت خراب کړی دی.

دې ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي، تېر کال یې له افغانستان سره د ۳٫۲ مېلیارډ ډالرو په ارزښت بشري مرستې برابرې کړې وې.

د اوچا د راپور په یوې برخه کې راغلي: «د بشري مرستو شریکانو په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې له۲۶٫۱ مېلیون کسانو سره مرستې کړې دي، ۲۲٫۳ مېلیونه کسانو ته خوراکي او معیشتي، ۱۳٫۳ مېلیونه کسانو ته روغتیايي، ۱۱ میلیونه کسانو ته د اوبو برابرولو، له شدیدې خوارځواکۍ سره د مبارزې په موخه ۶٫۲ مېلیونه ماشومانو او شیدې ورکوونکو ښځو او ۵٫۷ مېلیونه کسانو ته حفاظتي مرستې برابرې کړې دي.»

خو د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا پر دې باور دي چې د مرستو د وېشنې په برخه کې له پخوانیو تګلاره ګټنه او د مرستندویانو ګڼ اداري لګښت د دې لامل شوي چې تر ډېره دغه مرستې اغیزناکې نه‌وي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «د دې نړیوالو سازمانونو اداري لګښت تر ۶۵ سلنې پورې لوړ شو، دا په حقیقت کې د دې مانع شوې چې دغه مرستې چې په سم ډول ولګول شي او بې‌وزلۍ له منځه یوسي او د مرستو اصلي موخه همدا ده، خو د دې مانع شوې.»

له دې سره سم، یو شمېر کابل میشتې له مرستندویانو غواړي چې خپلې مرستې په راڼه ډول تر اړمنو ورسوي.

د کابل اوسېدونکی وحیدالله وايي: «څوک چې مستحق دی، له هغه سره دې مرسته وشي، دا له خدای سره نه ورکېږي، د بېلګې په دول نن دې له ما سره یوه یا یو لک مرسته ورکړه، دا له خدای سره نه ورکېږي، باید دا ورته ووېشل شي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی سید نذیر وايي: «کاروبار نه‌شته، دا لس روپۍ راته وبښه، والله که مې ډوډۍ خوړلې وي، کمک څوک نه‌کوي.»

له بل لوري، اقتصاد وزارت وايي، اسلامي امارت په هېواد کې د فقر د لمنځه وړلو لپاره هڅې کوي لویې اقتصادي پروژې پیل کړي او همداراز په کرنیزه برخه کې هم پانګونې وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «سږ کال موږ څو برنامې په پام کې لرو چې د هېواد د اقتصاد ودې لپاره ډېر ګټورې تمامېږي، لومړی لکه د قوش تېپې په څېر سترې اقتصادي پروژې دي، دویم د کرنې پروژې دي چې په‌دې برخه کې بدلون رامنځ‌ته کوي، په‌دې مانا چې زموږ کرنه له سنتي سبکه راوځي او په سوداګریز ډول بدلېږي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د هوا پيژندنې سازمان ویلي وو، په افغانستان کې ۱۹ مېلیونه کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه