د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د پیسو د خدمتونو او صرافۍ له دې وروسته نه شيکولای چې د پېرودونکو پیسې د امانت په نوم له ځانه سره وساتي او یا هغوی ته پور ورکړي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري په دې هکله وايي:«د پیسو د خدمتونو شرکتونه او صرافۍ نهشي کولای له غیر رسمي دفترونو د پېرودونکو د معلوماتو د ثبت لپاره استفاده وکړي. همدارنګه د پیسو د خدمتونو شرکتونه او صرافۍ نهشي کولای د هغو کسانو له لارې چې جواز نهلري، په هېواد کې د صرافۍ فعالیت وکړي.»
د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه د افغانستان بانک له لوري ټول ټاکل شوي شرایط مني؛ خو وايي ځينو شرکتونو ته د پولي خدمتونو او د لنډې موډې لپاره د پیسو د امانت اخیستو شفاهي اجازه ورکړل شوې ده.
د دغې ټولني ویاند عبدالرحمن ځيرک ټینګار کوي چې د صرافانو د غیر رسمي فعالیت د ستونزو د حل لپاره د افغانستان بانک باید هغوی ته د فعالیت جواز صادر کړي.
عبدالرحمن ځیرک طلوعنیوز ته وویل:«د دې لپاره چې موږ د غیرقانوني فعالیتونو مخه ونیسو، مرکزي بانک دې له موږ سره همکاري وکړي او غوښتونکو او صرافانو ته دې د فعالیت جواز صادر کړي.»
له دې سره هممهاله د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان بانکونه له بندیزونو سره مخ دي، صرافۍ او د پولي خدمتونو شرکتونه، د نړۍ په کچه د پولي خدمتونو د وړاندې کولو یوازینۍ غوراوی شمېرل کېږي.
د اقتصادي چارو کارپوه آذرخش حافظي طلوعنیوز ته وویل:«په داسې شرایطو کې چې د افغانستان بانکونه په بشپړه توګه بانکي خدمتونه نه شي وړاندې کولای او حتا د خلکو امانتونه په خپل واک کې نه شي ورکولای او د پیسو په لېږد کې محدودیت لري. صرافۍ د راکړې ورکړې او د ملي او نړۍوالو مالي راکړې ورکړې یوازینۍ وسیله ده.»
د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي څرګندوي:«دوی [صرافان] کولای شي چې د پیسو لېږد رالېږد ترسره کړي او بهرنیو اسعارو د تبادلې او د نغدو پیسو په مقابل کې د نغدي چکونه د صادرولو په برخه کې فعالیت وکړي؛ خو نه شي کولای چې د خلکو امانتونه له ځان سره وساتي او یا دغه پیسې بېرته پور ورکړي.»
د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان بانک نږدې ۸۰۰ صرافانو او د پولي خدمتونو شرکتونو ته د هېواد په کچه د فعالیت جوازونه ورکړي؛ خو ډېری شرکتونو د افغانستان بانک ته د ضمانت پیسو د ورکړې سربېره هم د فعالیت جواز نه دی ترلاسه کړی.
په دې اړه مو اندونه