Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان بانک: تېره یوه میاشت کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو بیه ټیټه شوې

د افغانستان بانک وایي چې په تېره یوه میاشت کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو بیه د پام وړ ټیټه شوې ده.

د یاد بانک ویاند، حسیب الله نوري وایي چې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو تر ټولو ستر لامل د غوره پولي سیاستونو ترسره کول دي.

د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري وویل: «دا مهال، افغانۍ په نړۍواله کچه د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو څخه ګڼل کیږي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره یې په کور د ننه کارېدونه زیاتیږي. د تېرو کلونو په پرتله دا مهال په راکړه ورکړه کې د افغانۍ کارونه زیاته شوې ده.»

د کابل شهزاده سرای د صرافانو ټولنه په دې باور ده چې، د هېواد په بازارونو کې د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره باید په ټولو ولایتونو کې راکړه ورکړه په افغانیو وشي او د ډالرو له قاچاق مخنیوی وشي.

د کابل شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند، عبدالرحمان ځیرک وویل: «ډیر ښه کار شوی چې له افغانستان څخه د ډالرو غیر قانوني قاچاق مخه نیول شوې ده. دا ډ‎ېر نیک کار او موږ دې برخې ته لا ډېره توجه غواړو، اوس هم تر یو بریده د ډالرو قاچاق شته.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړوالی په بازارونو کې  توکو پر بیو هم مثبت اغیز کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي وویل: «دا چې یو وارداتي هېواد یو، د ټولو توکو پر بیو او بازارونو باید اغیز پریږدي او باید اغیز وکړي.»

له دې مخکې بهرنیو رسنیو راپور خپور کړی و چې، تېر کال د افغانیو ارزښت ۱۴ سلنه پورته تللی دی او په نړېواله کچه په دریم ځای کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه