Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر پاکستاني کلدارو د راکړې ورکړې له امله د ځينو خوست مېشتو شکایت

خوست چې په سوېل ختیځ زون کې له پاکستان سره په پوله پروت سرحدي ولایت دی اوسېدونکي یې وایي، چې په دغه ولایت کې لاهم د ځمکو، موټرو، جلغوزیو، کورونو، د خوراکي توکو، سرو او سپینو زرو او یو شمېر نورو توکو پېر او پلور د افغانۍ پر ځای پر پاکستانی کلدارو کېږي.

هغوی له اسلامي امارته غواړي چې په پاکستاني کلدارې د راکړې ورکړې مخه ونیسي او هغه کسان چې په بهرنیو اسعارو پېر او پلور کوي سزا ورکړي.

د خوست اوسېدونکی شامیر حقیار طلوع‌نیوز ته وايي:«په خوست کې ډېری سترې معاملې په کلدارو ترسره کېږي، د بېلګې په توګه سپین زر او سره زره یا د ځمکې پېر او پلور او حتا خوراکي توکي هم په کلدارو پېرل او پلور کېږي.»

د خوست بل اوسېدونکی شاهدالله پیر هم څرګندوي:«په لویه پکتیا کې یا په سوېل ختیځ زون کې سترې معاملې په کلدارو کېږي. د جلغوزو ډېری معاملې په کلدارو ترسره کېږي. دم‌ګړۍ کلدارې خپل ارزښت له لاسه ورکړی او سوداګر د ورځې په مېلیونه روپۍ زیان کوي.»

هټۍوال په بهرنیو اسعارو د ځینو توکو د پېر او پلور لاملونه په مارکېټ که په کافي اندازه د افغانیو نشتون او په تېر کې په دغه ولایت کې د ډېر وخت لپاره د کلدارې چلښت بولي.

په خوست کې زرګر کمال شاه وايي:«موږ باید افغانۍ دود کړو، افغانۍ زموږ د هېواد پیسې دي، دولت باید جدي اقدام وکړي.»

په خوست کې هټۍوال ګل شاه دین هم څرګندوي:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې افغانۍ دود کړو چې خلک له زیانونو وژغورل شي.»

په ورته وخت کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر هم په ځینو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د بهرنیو اسعارو کارونه مني، خو په خبره یې مسوولې ادارې به له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې لا هم قانون ماتوي. 

د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر امرالله هلال څرګندوي:«په ځينو سوداګریزو معاملو کې، ځينې له بهرنیو اسعارو سره راکړه ورکړه کوي. د افغانستان اسلامي امارت چارواکي دغې موضوع ته متوجه دي، هغه کسان چې قانون نقض کوي، هغوی به محاکمه شي.»

عام باور دا دی که‌چېرې په دغه سرحدي ولایت کې په مطلق ډول په نورو بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخه ونه نیول شي، ښایي دا چاره د افغانیو پر ارزښت ناوړه اغېزه وکړي.
 
خوست مېشتي له اسلامي امارته غواړي چې په پاکستاني کلدارې د راکړې ورکړې مخه ونیسي او هغه کسان چې په بهرنیو اسعارو پېر او پلور کوي سزا ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه