Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جبل السراج سمنټو تولید کارخونه؛ له دریو شرکتونو سره تړون وشو

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د جبل السراج د سمنټو پروژې تړون یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو په پانګونې سره لاسلیک کړ.

د یادې فابریکې تړون یې له یو قطري او دوو کورنيو شرکتونو سره د دېرشو کلونو لپاره لاسلیک کړی دی.
د دغه وزارت سرپرست ټینګار کوي چې د جبل السراج د سمنټو کارخونه د دې ظرفیت لري چې د کال یو نیم میلیون ټنه سمنټ تولید کړي او افغانستان د سمنټو د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، شهاب الدین دلاور و ویل: «موږ په یو یا دوو کلونو کې له بهر د سېمنټو راوړلو برخه کې په ځان بسیا کیږو، موږ ښایي نورو هېوادونو ته هم صادرات ولرو.»

د جبل السراج د سمنټو تړون د ۳۰ کلونو لپاره یوه قطري او دوو کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شو چې د مسوولینو په وینا، ۵ زره کسانو ته به پکې په مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.

د قطري شرکت مسوول، یاسر المناعي و ویل: « زموږ شرکت له کانونو او پټرولیم وزارت سره پرلپسې لس میاشتې مذاکرات وکړل چې دغې پایلې ته ورسېدو او د دغه تړون له لاسلیک وروسته به ژر تر ژره کار پیل شي.»

شهاب الدین دلاور بیا، په افغانستان کې د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره پانګونه ډيره مهمه بولي. هغه زیاتوي چې، د ۲۰۲۴ کال په جنوري کې به د قشقرې له څاه ګانو د ورځې زر ټنه تېل ووځي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، شهاب الدین دلاور و ویل: «د راتلونکي کال په جنوري میاشت کې زموږ د تېلو استخراج ۱۰۰۰ ټنه زیاتیږي. موږ یې نړۍواله بیه ولېده چې د یو ټن تېلو بیه ۷۰۹ ډالره ده.»

د دغې غونډې په یوه برخه کې د چین د ام سي سي شرکت مسوول په عملي بڼه د مس عینک کان د کېندنې د چارو د پیل خبره هم کوي.

د ام سي سي شرکت استازي، ژانګ جی کوی و ویل: «موږ اوس هم هیله من یو چې د مس عینک پروژه د وزیر صاحب تر مشرۍ لاندې مخ ته ولاړه شي او موږ د هاغې ورځې، چې د مس عینک کان کارونه هم پیل شي او د دغه پړاو او دغې پراختیا شاهدان اوسو.»

تر دې مخکې، د کانونو او پټرولیم وزارت د کندهار د سمنټو تړون هم یوه کورني شرکت ته ورکړی و او دغه شرکت په یاده پروژه کې سل میلیون ډالره پانګونه کړې وه چې د تولید ظرفیت به یې په کال کې یو میلیون ټنه سمنټ وي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه