Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان بانک یوځل بیا د افغانستان د اسعاري شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان بانک سرپرست هدیت‌الله بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په کتنه کې د افغانستان د اسعاري شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې ده.

په دغې لیدنه کې د مرکزي بانک سرپرست پر بانکي سکټور د بندیزونو پر لېرې کېدو ټینګار کړی دی.

ښاغلي بدري زیاته کړې، دغه بانک د نړۍوالو میثاقونو له مخې غواړي چې د نړۍ له ټولو مالي او بانکي بنسټونو سره ښې اړیکې ولري.

هدایت الله بدري څرګندوي:«د ملګرو ملتونو سازمان همغږي کوونکی باید نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان د تحولاتو یو واقعي راپور وړاندې کړي چې نړۍواله ټولنه د افغانستان د تحولاتو په هکله واقعي معلومات ترلاسه کړي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی شاکر یعقوبي طلوع‌نیوز ته وايي:«ترهغې چې د افغانستان د حکومتوالۍ بڼه او سیاستونو کې بدلون رانه‌شي او هغه نرمښت چې نړۍ یې تمه لري، رامنځته نه‌شي، څرګنده ده چې بانکي بندیزونه به پر خپل ځای پاتې وي.» 

بلخو، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې بانکي محدودتیونو پر راکړو ورکړو منفي اغېز کړی دی او اړتیا ده چې د سوداګرۍ د ودې لپاره دغه محدودیتونه لېرې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مهمند وویل:«د افغانستان خصوصي سکټور غواړو چې پر افغانستان بندویزونه لېرې کړي. پر خصوصي سکټور بندیز پر خلکو بندیز دی، موږ غواړو چې ښې اړیکې ولرو.»

بلخوا، د کانونو او صنایعو خونه پر دې باور ده، چې په وروستیو دوو کلونو کې په بانکي برخې په تېره بیا د پیسو د لېږد په برخه کې محدودیتونه د دې لامل شوي چې په هېواد کې لویه پانګونه ونه‌شي.
 
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي:«هغه ننګونې چې دم‌ګړۍ د افغانستان خصوصي سکټور ورسره لاس او ګرېوان دی، بانکي بندیز دی او د دغه بندیز په لېرې کولو سره، د کار و بار، سوداګرۍ د پراختیا او پانګونې بهیر به ښه شي.»

د افغانستان د  شتمنیو د ازادېدو غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد څه باندې نهه میلیارده شتمني د امریکا او اروپایي هېوادونو په بانکونو کې کنګل شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې بانکي محدودتیونو پر راکړو ورکړو منفي اغېز کړی دی او اړتیا ده چې د سوداګرۍ د ودې لپاره دغه محدودیتونه لېرې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه