Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سویس کې د افغاستان شتمنیو ۱۵۵ میلیون ډالر ګټه کړې

په سویس کې د افغانستان یو برخه شتمنیو د ۱۴۰۱ کال وږي میاشتې راپدیخوا تر دې دمه ۱۵۵ میلیونه ډالر ګټلي دي.

د دغه صندوق د مدیره پلاوي یو غړي طلوع نیوز ته ویلي چې یاد صندوق چې د افغانستان ۳ اعشاریه ۵ میلیارده ډالرو پکې ساتل کیږي د بشرپالو نوښتونو لپاره نه بلکي د اقتصادي موخو لپاره جوړ شوی دی.

د افغانستان د شتمنۍ د ساتنې د صندوق مدیره پلاوي غړي شاه محمود محرابي و ویل: «د افغانستان د خلکو وجهي صندوق په خپلو شتمنیو کې د پام وړ زیاتوالی تجربه کړی او د ۱۵۵ ملیونه ډالرو په ارزښت یې عواید راټول کړي دي. دا د پام وړ پرمختګ په افغانستان کې د نرخونو د ثبات لپاره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ارزښت ساتلو د ۳ اعشاریه ۷ ملیارده شتمنیو ساتلو او تخصیص کولو لپاره د خپل اصلي ماموریت لپاره د وجهي صندوق ثابت ژمنتیا په ګوته کوي. دا نوښت د افغانانو د هوساینې کچې د لوړوالي لپاره دی.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په سویس کې د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې صندوق د افغانیو په ثابت ساتلو او اقتصادي وده کې باید ولګول شي.

اقتصادي شنونکي عبدالبصیر ترکي و ویل: « دا د اسلامي امارت مشرانو پورې په ځانګړې توګه امیرخان متقي پورې اړوند موضوع ده چې هغوی ته قناعت ورکړي ترڅو یو تعامل ته ورسیږي، یوې پایلې ته ورسیږي تر څو موږ خپلې پیسې ترلاسه کړو.»

د اقتصادي چارو شنونکي محمد نبي افغان و ویل: «دا پیسې باید د افغانستان د بېلابېلو سکټورونو د پیاوړتیا لپاره لکه بانکي سکټور لپاره وکارول شي، نړۍوالو ته باید قناعت ورکړل شي چې دا د ملت پیسې دي.»

خو اسلامي امارت یو ځل بیا له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان شتمني ازاده کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: « دا د افغانستان د خلکو حق دی چې د هغوی غصب شوې پیسې چې په غیرقانوني توګه د امریکا په بانکونو کې ساتل کیږي ازادې شي، دا دافغانستان خلکو او د افغانستان بانک پانګه ده او د افغانیو پشتوانه ده.»

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې اړه داسې وایي: «د افغانستان خلکو د کنګل شوې پانګه باید زر تر زره ازاده شي ځکه دا د افغانستان خلکو مشروع حق دی چې له خپلو مشروع پانګو څخه ګټه واخلي.»

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان ۹ میلیارده ډالر شتمني په امریکا او اروپايي هېوادونو کې کنګل شوې چې له دې منځه بیا شاوخوا درې نیم میلیارده ډالره یې په سویس کې ساتل کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه