د اسیا پراختیایي بانک ویلي چې په افغانستان کې د رسمي حکومت د نشتون سربیره، دغه بانک د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې، په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین مهارولو په موخه خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.
دغه بانک د اسیا پراختیایي صندوق له لارې د زیانمنو هېوادونو څخه د ملاتړ تازه راپور خپور کړی.
په راپور کې راغلي، چې د شپږم ټولګي پورته پر نجونو د زده کړو بندیز، د ښوونې په برخه کې د اسیا د پراختیايي بانک، ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو د مرستو پام اغیزمن کړی دی.
د اسیا پراختیایي بانک د سرپرست حکومت د واک ته رسیدلو وروسته پر بشري ناورین او بد اقتصادي وضیعت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې، هغو مالي تمویل کوونکو چې د ۲۰۲۱ د اګسټ وړاندې یې ۷۵ سلنه مرستې کولې، خپلې مرستې یې درولي دی.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د دغو مرستو د درېدو وروسته، د افغانستان په اقتصاد کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی چې د ډول ډول ناورینونو سبب شوی دی.
د اسیا پراختیایي بانک ویلي چې، د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضیعت د ښه والي لپاره یې، خپلې مرستې د ملګرو ملتونو په وسیله رسولي دي ځکه له اسلامي امارت سره تعامل نه لري.
په دغه راپور کې راغلي چې، افغانستان یو له هغو پنځو هېوادونو دی چې د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ م کاله پورې یې، د اسیا پراختیایي صندوق څخه ډېرې مرستې تر لاسه کړي دي.
په دې اړه مو اندونه