Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د سرپرست حکومت له رامنځته کېدو وروسته، د افغانستان اقتصاد مخ په ځوړ دی'

نړۍوال بانک په خپل نوي راپور کې ویلي چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته، د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ دی.

په دغه راپور کې راغلي چې د بې روزګارۍ کچه تر دوو برابرو زیاته شوې او د ځوانانو او ښځو په منځ کې د بې روزګارۍ کچه اندېښمنوونکې ده.

د نړۍوال بانک د راپور له مخې که څه هم په افغانستان کې د پړسوب یا انفلاسیون کچه ټيټه شوې، خو د بیو له ټيټېدو سره سره، د روان زیږدیز کال له اپرېل میاشتې راهیسې خلک د توکو د پېرلو تون نه‌لري.

د نړۍوال بانک د راپور په یوې برخه کې راغلي:«سره له دې چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدو او د بیو ټيټېدو له افغانانو سره مرسته کړې ده؛ خو د ښځو او ځوانانو په منځ کې بې وزلي او بې روزګاري لاهم پر خپل ځای ده.»

د اقتصادي چارو شنوونکي میر شکېب میر وویل:«د بې‌کارۍ د کموالي لپاره اړتیا ده هغه دولتونه او نړۍوال بنسټونه چې د اقتصاد په برخه کې مخ پر ودې هېوادونو سره کار کوي، د اقتصادي بیخ‌بیاوو د پراختیا په برخه کې او همدارنګه د اقتصادي ودې زیاتوالي په ځانګړې توګه د افغانستان خصوصي سکټور او پانګونې ته پاملرنه وکړي.»

د کابل ځينې اوسېدونکي وایي، چې بې روزګارۍ یې ستونزې زیاتې کړې دي. دوی له اسلامي امارته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.

بل پلو، اقتصاد وزارت وایي، چې د لویو پروژو په پېلولو سره هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي:«د بې‌کارۍ د کموالي لپاره هڅې کېږي چې له نړۍوالو هېوادونو سره لګول شوي بندیزونه لېرې کړي او پراختیايي پروژې پېل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو بېلابېلو بنسټونو راپورونه ښيي، چې په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له امله په دغه هېواد کې څه باندې ۲۹ مېلیون تنه بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه