Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستۍ یوه میاشت کې څه باندې۱۲۰زره تنو د کابل هوايي ډګر له لارې تګ راتګ کړی

د کابل هوايي ډګر عمومي رییس عبدالهادي محمد وايي چې یوازې په تېره یوه میاشت کې، د بهرنیو وګړو په ګډون څه باندې ۱۲۰ زره تنو د کابل هوايي ډګر له لارې تګ راتګ کړی دی.

ښاغلی محمد د کابل هوايي ډګر کې د ځينو پروژو په پرانیستغونډه کې وايي له ځینو عربي شرکتونو سره په اړیکه کې دي چې په افغانستان کې خپلې الوتنې بېرته پېل کړي.

د کابل هوايي ډګر عمومي رییس په دې هکله زیاته کړه:«کورني شرکتونه دي او فلای دوبی شرکت دی د ورځې دوه الوتنې کوي او د الجیزې او العربیې شرکتونو سره په اړیکه کې یو، د هوايي ډګر ټول خدمتونه او له امنیتي پلوه یې ارزونه کړې ده او ډاډ یې ترلاسه کړی دی.»

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال په دغه غونډه کې له ټولو دولتي ادارو وغوښتل چې د پانګوالو رواني او بدني امنیت ته جدي پام وکړي. ملا عبدالغني برادر ډاډ ورکوي چې دم‌ګړۍ په هېواد کې د پانګوالو لپاره د پانګونې شرایط برابر دي.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر څرګنده کړه:«ټول افغانان په ځانګړې توګه سوداګر او پانګوال دي چې د هېواد په بیارغونه کې تر خپلې وسې ونډه واخلي او په هغو برخو کې د پانګونې له فرصته استفاده وکړي او افغانانو ته لومړیتوب ورکړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مهمند وايي:«له اسلامي امارته غواړو چې د خلکو او حکومت ترمنځ اړیکه ټينګه کړي.»

اخوا، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې د یو مېلیون ډالرو په ارزښت پروژې پېل شوي چې د خصوصي سکټور له لوري پر مخ وړل کېږي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت عملیاتي معین غلام جیلاني وفا وویل:«دغه پروزې کابو لس منځنۍ او کوچنۍ پروژې وې چې ډېری یې د ملي سوداګرو او خصوصي شرکتونونو له خوا تمویل شوې دي په ټول کې دغو پروژو کابو یو مېلیون ډالره ارزښت یې درلود.»

تر دې مخکې اسلامي امارت ویلي و چې په هېواد کې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د چین، قطر، ترکیې، ازبیکستان، امریکا او ایران په ګډون ځينو هېوادونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده.
 
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال په دغه غونډه کې له ټولو دولتي ادارو وغوښتل چې د پانګوالو رواني او بدني امنیت ته جدي پام وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه