Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

صرافانو شورا: افغانیو ته د تقاضا زیاتوالي د هغوی ارزښت پورته کړی

د صرافانو د سراسري شورا رییس وایي چې د افغانیو زیاتې غوښتنې د نورو اسعارو په ځانګړې توګه ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ کړی دی.

بهرام خان ځدراڼ له طلوع نیوز سره په ځانګړې خپرونه کې ویلي، یاده ټولنه د افغانستان بانک سره په همغږۍ هڅه کوي چې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ثبات وساتي.

بهرام خان ځدراڼ وايي، د افغانیو لپاره تقاضا زیاته شوې نو له همدې امله د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی او په بازارونو کې پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه هم منعه شوې ده.

د صرافانو د سراسري شورا رییس بهرام خان ځدراڼ و ویل: «د افغانستان بازار ته ډالر راځي، ریال راځي ، یورو راځي، درهم او کویټي دینار او د نورو هېوادونو پیسې راځي او دا بیا له بازار څخه افغانۍ وباسي، دویم قدم کې د افغانستان بانک طرحه هم کامیابه ده ځکه په جمهوریت کې یې پر خپلو خبرو عمل نه کاوه خو اوس په خپلو خبرو عمل کوي.»

ښاغلی ځدراڼ د خپلو خبرو په یوه برخه کې د صرافانو له لوري د ډالرو قاچاق ردوي او وايي، د صراف په نوم نور کسان پیسې له هېواده بهر ته قاچاق کوي.

هغه ټینګار کوي چې د افغانستان بانک له هېواده بهر ته د پیسو پر لېږد څارنه کوي.

د صرافانو د سراسري شورا رییس بهرام خان ځدراڼ زیاته کړه: « د صرافانو له نوم څخه ډېر خلک استفاده کوي، هر سړی راتلای شي دا قاچاق هم کولی شي، حواله هم کولی شي او پیسې هم له ځان سره ساتلی شي که هغه د موټرو پلورنځي خاوند وي، که زرګر وي، که سواګر او که بل هر څوک وي.»

د صرافانو د سراسري شورا رییس زیاته کړې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته نږدې ۲۴۰ صرافانو جوازونه ترلاسه کړي او د افغانستان بانکه یې غوښتي چې نورو صرافانو ته هم جوازونه و ویشي.

د صرافانو د سراسري شورا رییس بهرام خان ځدراڼ زیاته کړه: «د افغانستان بانک، حکومت او نورو لوړپوړو چارواکو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د هغو خلکو لپاره دې جوازونه ورکړي چې کارونه یې نابشپړ پاتې دي.»

تر دې مخکې، د افغانستان بانک ویلي و چې په ۲۰۲۳ کال کې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۲۶ اعشاریه ۴ سلنې لوړ شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه