Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې یو څه لوړېدل

په تېره یوه میاشت کې د افغانۍ پر وړاندې د یوه ډالر بیې پنځه تر شپږو افغانیو زیاتوالی موندلی دی.

د افغانستان بانک ډاډ ورکوي چې یاد بانک د بازار وضعیت څاري او کافي امکانات هم په واک کې لري څو د بازار د اسعارو اړتیاوې پوره کړي.

خو یو شمېر هټیوال د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د بیې ادلون بدلون د خپل کاروبار په زیان ګڼي او ټینګار کوي چې باید د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثبات وساتل شي. 

افغانستان یو له هغو هېوادونو  دی، چې د اړتیا وړ توکي په ځانګړې توګه خوراکي توکي له نورو هېوادونو واردوي او د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ټيټېدل تل پر بیو منفي اغېز کوي.
یو شمېر هټۍوال وايي، د نورو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت رالوېدل د دوی لپاره سوداګریزه راکړه ورکړه ستونزمنوي او له د افغانستان بانکه غواړي چې د هېواد په بازارونو کې د پیسو ارزښت مدیریت کړي.

هټۍوال ګل‌باز خان د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ټیټوالي او لوړوالي په هکله وویل:«درې یا څلور ورځې دي چې بیې ډېرې لوړې شوې دي، د یوې بوجۍ اوړو بیه ۱۰۰ تر ۱۱۰ افغانیو لوړه شوې او دا زمو پر کار ډېره اغېزه کوي.»

بل هټۍوال ګل رحمن هم څرګندوي:«له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې د ډالرو د نرخ د ثابت ساتلو لپاره ډېرې هڅې وکړي؛ ځکه د افغانستان خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»

اوس‌مهال یو امریکايي ډالر په ۷۵ افغانیو تبادله کېږي، په داسې حال کې چې یوه میاشت وړاندې یو ډالر په ۶۹ افغانیو تبادله کېده.

خو د افغانستان بانک ډاډ ورکوي بشپړ امکانات لري چې د اسعارو د بازار اړتیا پوره کړي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري په دې هکله وايي:«د افغانستان بانک د بازار وضعیت په کره توګه تر څار لاندې لري او بشپړ امکانات هم په واک کې لري چې د بازار د اسعارو اړتیا پوره کړي. د بازار د غوره مدیریت لپاره به د افغانستان بانک لازم اقدامات وکړي؛ نو له زموږ هېوادوال دې اندېښنه نه‌کوي.»

بل خوا، د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي پر دې باور دي چې اسلامي امارت باید د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ثبات لپاره د هېواد بازارونو ته نور ډالر عرضه کړي او د نورو اسعارو پر کارولو کلک بندیز ولګوي.

د اقتصادي چارو شنوونکی، سیر قریشي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په ټوله کې که‌چېرې د افغانیو د ارزښت د ثبات لپاره موږ کولای شو چې کورني تولید ته وده ورکړو، خپل صادرات زیات کړو او همدارنګه د بهرنۍ پانکونې جذب او جلب ولرو، په هغه صورت کې کولای شو چې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ښه کنټرول کړو.» 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې  وړاندې د افغانستان بانک ویلي و چې د ۲۰۲۲ کال پرتله په ۲۰۲۳ کال کې د افغانۍ ارزښت ۲۶،۴ سلنه لوړه شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه